په تازه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نوي حکومت د رامنځته کیدو په هدف د تر لاسه شوې طرحې جزییات خپاره کړل. نوموړي ویلي چې یاده طرحه د پاکستان له لوري جوړه شوې او غواړي د سولې تر نامه لاندې شمال او جنوب وجنګوي او په ختیځ او جنوبي افغانستان کې ځان ته نفوذي سیمه ایجاد کړي. نوموړي دغه طرحه خورا خطرناکه یاده کړې او ویلي یې دي چې دا د افغانستان د ویش او کابل د ضعیفیدو لپاره جوړه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د موقت حکومت له طرحې د ولسي حرګې د رئیس په ګډون ګڼو مشرانو ملاتړ کړی دی. وړمه ورځ د ولسي جرګې رئیس میر رحمن رحماني د موقت حکومت له طرحې د ملاتړ ترڅنګ ویلي وو چې یوه کمیټه ټاکي څو له افغان سیاستوالو او بهرنیانو سره د افغان سولې په اړه خبرې وکړي او د سولې ولاړ حالت پای ته ورسوي. خو پرون دوشنبه د رحماني یادو څرګندونو غبرګونونه راوپارول. د ولسي جرګې یو شمیر غړو یاده طرحه د حل لار وبلله او ځینو بیا د امرالله صالح په شان وغندله او د سیمې د استخباراتو توطیه یې یاده کړه. اما تر اوسه چې بیا حکومت کومې طرحې وړاندې کړي، د مقابل لوري له خوا نه دي منل شوې. حکومت په طرحو کې د ولسمشر غني د پنځه کلنې دورې د بشپړیدو په هڅه کې دی، خو طالبان بیا په راتلونکي حکومت کې د غني له شتون سره کاملاً مخالفت لري، چې دغه وضعیت سوله پر پاڼ درولې ده.
اما په دې منځ کې افغانانو ته دا مهمه ده چې د سولې لپاره باید یوه لار ولټول شي. طالبان چې د ولسمشر غني له حکومت سره نه یوځای کیږي، نو بیا خو نورې لارې چارې هم شته چې باید ورباندې بحث وشي او همدغه حکومت دې په صداقت یو شمیر لارې وړاندیز کړي، ګوندي ومنل شي. یوازې د خپل قدرت د دوام لاره دې بیا نه وړاندې کوي، ځکه نور یې ولس ورسره نه مني او اوس ثابته شوه چې طالبان هم ولسمشر غني نه مني، نو حمتي خو نه ده چې که سوله کیږي یا نه، خو غني دې په واک کې پاتې وي او خپله موده دې بشپړه کړي؛ برعکس په خپله غني او مرستیالان یې باید راپورته شي او د سولې لار دې پاکه کړي او له ولس، سیاسیونو او نړیوالو سره په مشوره دې داسې حل لار ومومي چې له امله یې سوله تامین او د بې ګناه او مظلومو افغانانو د وینې توییدنې روانه لړۍ ودریږي.