خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

د ولسي جرګې غړي د موقت حکومت طرحې به اړه په دوه ډلو ویشل شوي

رحماني: د موقت حکومت له طرحې مو ځکه ملاتړ کړی چې د اوسني نظام او ملي شورا بقا په کې تضمین شوې

«موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوو، نه له غني، بي بي ګل، محب او فضلي څخه.»

د ولسي جرګې غړي د موقت حکومت د طرحې په اړه په دوه ډلو ویشل شوي. د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، چې دوی د موقت حکومت له طرحې چې په وروستیو وختونو کې له ځینو کسانو سره شریکه شوې او په کې د نظام او ملي شورا د ساتنې غوښتنه شوې، ملاتړ کوي او وايي، د سولې پروسه نباید د څو افرادو د قدرت لپاره سبوتاژ شي.

د ولسي جرګې غړي وايي، د موقت حکومت په اړه د ولسي جرګې د رئیس د یکشنبې د ورځې له خبرو څخه ملاتړ کوي او وايي چې دوی هم جمهوریت غواړي، خو هیڅکله له ولسمشر غني، رولا غني، محب او فضلي څخه ملاتړ نه کوي.

عبدالرووف انعامي وايي: «جمهوریت د افغانستان د نظام په جوړښت کې تسجیل شوی دی. لومړی تاسو وګورۍ چئ کوم ځای یې مراعت شوی دی؟ کوم جمهوریت،  هغه جمهوریت چې د امنیت شورا مشاوره یې (میرمن یې) په درې اونیو کې د وي.آی.پي له لارې اووه ځله بهر ته ځي، دا څه کوي؟ هغه جمهوریت چې د ملي امنیت شورا مشاوره یې (میرمن یې) د بهرني مشاور په نوم اتلس زره ډالره اخلي.»

د ولسي جرګې بل غړي عبدالظاهر تمیم وايي: «ولې کله چې صادق ترین وزیر، با وجدان ترینه وزیر له وزارت ایستل کیږي، هیڅ غږ نه کیږي، خو کله چې رحماني د پارلمان اقتدار ساتي غږونه پورته کیږي.»

د پارلمان یو بل وکیل زیاته کړه: «موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت څخه ملاتړ کوو، نه له غني، نه له بي بي ګل، نه له محبه، نه له فضلي څخه.»

د ولسي جرګې بل غړی خان آغا رضايي بیا وايي: «د سولې د پروسې په اړه هر ډول اقدام چې وي، دریږو، نه د افرادو او اشخاصو لپاره، بلکې د افغانستان د خلکو لپاره چې دا څلویښت کاله په جګړه کې دي، موږ څو کسانو ته دنده راکول کیږي، بیا غږ پورته کوو، لطاً باید خپل مسوولیت په ملي توګه ترسره کړو.»

د ولسي جرګې رئیس بیا وايي: «دا طرحه ستونزې لري، که څه هم له نظامه په کې ملاتړ شوی، له ملي شورا ملاتړ شوی، چې باید ورباندې بحث وشي.»

خو د دې جرګې ځینې نور غړي بیا د موقت حکومت په اړه د ولسي جرګې د رئیس د وړمې ورځې له څرګندونو سره مخالفت ښيي او وايي چې موقت حکومت د ناکامو تجربو تکرار دی چې خطرناکې پایلې به ولري.

د ولسي جرګې غړې مریم سما وايي: «د سولې د کمېټه د تش په نوم رئیس په توګه مو له موقت حکومت څخه ملاتړ کړی دی، ښاغلی رئیس موږ ته ووایاست، تاسو څوک یاست چې دغه ډول د اصولو او ملي ګټو پر خلاف تصمیم نیسي؟»

د ولسي جرګې رئیس بیا په ځواب کې وویل چې «خدای وکړي چې یادې ټولې خبرې ستاسو خپلې وي، د چارو ادارې نه وي.»

د یادې جرګې غړي شاه پوره حسین زی: «ته د دې افغانستان خوار ملت نه خبر یې چې ته غږ کوئ چې زه موقت حکومت غواړمه، بل راځمه ستانکزي ته چې د وروس له بیرغه غږ کوي چې غني د استعفا ورکړي، دا صلاحیت د غني نه دی چې استعفا ورکړي.»

دا په داسې حال کې د چې د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني د یکشنبې په ورځ وویل چې د موقت حکومت یوه طرحه دوی ته هم رسیدلې او دا چې د نظام او ملي شورا بقا په کې تضمین شوې، ملاتړ ترې کوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق