خبرهای مرتبط

جمع

استانکزی: درهای علم نباید به روی کسی بسته شود

شیرمحمد عباس استانکزی، معاون سیاسی وزارت خارجۀ امارت اسلامی...

حامد کرزی خواستار آزادی فوری مطیع‌الله ویسا شد

حامدکرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان در واکنش به بازداشت...

وقوع انفجار در کابل 10 کشته و زخمی برجا گذاشت

وقوع انفجاری که امروز (دوشنبه، 7 حمل) در شهر...

پر افغان سوله د بریتانیا او فرانسې له سفیرانو سره حامد کرزي خبرې کړي

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د انګلستان له سفیرې میرمن الیسون بلیک سره کتنې د افغان سولې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې کړي دي.

د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنې دواړو خواوو د دوه اړخیزو اړیکو او د افغان سولې د روان بهیر د کامیابۍ لپاره د نړیوالۍ ټولنې پر همکاریو خبرې کړي دي.

په یاده کتنه کې ټینګار شوی چې د افغانستان د سولې روانه پروسه باید ژر تر ژره یوې نتیجې ته ورسیږي او طالبان د افغانستان د نظام برخه شي. دوی په هیواد کې پر روان تاوتریخوالي هم اندېښنه ښودلې او له دواړو ښکیل غاړو یې غوښتي چې اوربند وکړي.

د یادونې ده چې ولسمشر کرزي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د فرانسې هیواد له سفیر ډیویډ مارتینون سره هم د افغان سولې او روانو حالاتو په اړه خبرې کړې وې او په یاده کتنه کې د افغانستان د جګړې پر ژر ختمیدو او د سولې خبرو پر بریالي کیدو ټینګار شوی و.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق