خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

کمېسیون: تېر میلادي کال کې اته نیم زره کسانو ته په امنیتي پېښو کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د ځانمرګو بریدونو، چاودنو او وسله‌والو بریدونو په تړاو د حقیقت موندنې کمیسیونونه باید خپلې څېړنې ډاګیزې کړي. ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې پرون د لومړي ځل لپاره د بشر حقونو خپلواک کمیسیون خپل کلنی کاري راپور خپور کړ.

د ياد کمیسیون مرستیال نعیم نظري وایي، د ځانمرګو، چاودنو او د وسله‌والو بریدونو له پېښو وروسته د یادو پېښو د څرنګوالي په اړه د څېړنې کمیسیونونه جوړېږي؛ خو دغه کمیسیونونه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره نه شریکوي. د نعيم نظري په وینا، دغه کمیسیونونه بايد د پټو معلوماتو له ساتنې پرته دې نور معلومات له خلکو سره شریک کړي.

د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون د خپل راپور په یوه برخه کې وویل، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې، په یاد بنسټ کې د تاوتریخوالي ۵ زره ۱۷۵ پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱ زرو ۱۶۷ قضیې د بشر  حقونو څخه د سرغړونې قضیې دي. د دوی په وينا، د تاوتریخوالي ټولو قضیو څخه ۱ زرو ۹۷۳ قضیې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو پورې اړوندې دي.

دغه کمیسیون همدا راز د هېواد د خراب امنیتي وضعیت څخه په اندېښنې سره وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۸ زره او ۵۰۰ وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او یا هم ټپي شوي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمیسیون مرستیال همداراز وایي، د هېواد امنیتي وضعیت له ناورین سره مخ دی. نعيم نظري د هدفي وژنو زیاتوالي ته په اشارې سره وويل، دا ډول وژنې چې په‌کې خبریالان، د مدني ټولنو او بشري حقونو غړي شامل دي، دوه برابره زیاتوالی موندلی.

دغه کمیسیون له حکومته وغوښتل چې د امنیتي وضعیت د ښه والي او د هدفي وژنو د راکمولو لپاره دې ګوټلي ګامونه پورته کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق