امریکا سم نه وايي، که غني سم نه اوري؟
امریکايي نشریې فارن پالیسي ویلي چې امریکا باید د ولسمشر غني د سولې ضد هڅو مخه ونیسي. دغې نشریې زیاته کړه چې ولسمشر غني د سولې د روانې پروسې تخریب ځکه کوي چې په وینا یې د نوموړي د واک د پای ته رسیدو سبب کیږي. یادې نشریې ویلي چې دمګړۍ امریکا په افغانستان کې له دوه بدو لوریو سره ګیر ده. له یادو دوه بدو لوریو څخه د لیکوال هدف طالبان او د ولسمشر غني حکومت دی. نشریه کاږي چې که د جوبایډن حکومت غواړي له افغانستان خپل ټول سرتیري وباسي، نو لومړی دې له غني سره حساب یو طرفه کړي.
داسې ښکاري چې د سولې په اړه د امریکا دریځ نور هم سختیدونکی دی او غواړي په رښتیا هم د افغانستان موضوع ته حل لار ومومي. تر دې وړاندې هم ګڼو امریکایانو د افغان سولې په اړه د ولسمشر غني پر کردار اندېښنه ښودلې ده او غني یې د سولې اصلي خنډ یاد کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو هم په مسکو کې په څرګنده وویل چې د سولې اصلي خنډ ولسمشر غني دی او هر کله چې نوموړي له واک استعفا وکړه، دوی هم سولې ته حاضریږي.
په ورته مهال د موقت حکومت طرحې هم زور اخیستی او په وروستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم تایید کړې ده چې یاده طرحه ده ته هم رسیدلې. خو نوموړي د موقت حکومت د طرحې کلک مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دا بهرنۍ توطیه ده، اما د یو شمیر سیاسي شخصیتونو ترڅنګ د افغانستان د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني هم د موقت حکومت له طرحې ملاتړ وکړ دا یې هیواد په خیر بللې ده. نوموړي ویلي چې له یادې طرحې یې ځکه ملاتړ کړی چې د سولې د تامین ترڅنګ، د نظام او پارلمان بقا په کې تضمین هم په کې شوی دی.
د افغانستان حکومت بیا وايي چې موقت حکومت د حل لار نه ده او د دغه ډول حکومت په اړه بحث لا تر وخت مخکې دی. اما تر کومه چې لیدل کیږي، اصلاً غني او ټیم یې د موقت حکومت له بحث سره جوړ نه دي؛ خو ښکاري چې نور د نړۍ د صبر کاسه هم ډکه شوې ده او غواړي ولسمشر غني او ټیم یې پوه کړي چې خبره خلاصه ده او که چیرته غاړه نه ږدي، نو د نشریې د لیکنې مطابق د بُن په شان د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ به پر یوه حکمت توافق وشي چې په دې صورت کې به د حکومت موجودو مشرانو ته آن د خبرې اجازه هم نه وي چې دا حالت په تمامه معنا د ولسمشر غنی په تاوان ده.