خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

دیني عالمان: څوک چې د سولې پروسه تخریبوي، هغوی د دیني عالمانو په وژلو کې دخیل دي

دیني عالمان وايي، هغه کسان چې د سولې پروسه تخریبوي د دیني عالمانو په ترور او وژلو کې دخیل دي.

 د جمعیت اصلاح د مرکزي شورا د رئیس محمد عاطف د جنازې په مراسمو کې ګډونوالو په کابل کې د دیني عالمانو او سولې پلوه کسانو هدفي وژنې د یوې کورنۍ استخباراتي کړئ کار وباله او ټینګار یې وکړ چې په دې ترورونو کې هغه کړۍ لاس لري چې د سولې پروسې د سبوتاژ هڅې کوي.

سیاسي او جهادي شخصیت محمد زمان مزمل وايي: «کومې کړۍ موږ وژني؟ زه له دې کلمې سره هیڅ موافق نه یم، چې زموږ د شهیدان قاعلان دې پیدا کړي، زه په دې خبره ډېر شرمیږم، زه وایم اې ارګه، اې د کابل په دننه کې ناکامو مشرانو! د خدای په خاطر د سولې لپاره یو دهلیز خلاص کړئ.»

سیاسي شخصیتونه په کابل او ولایتونو کې د هدفمندانه وژنې د یوې منظمې دسیسې برخه ګڼي، چې ځینې کړې په دې طریقه په هیواد کې یو بل بحران رامنځته کړي. د کندوز پخوانی والي اسدالله عمرخیل وايي: «موږ او تاسې تمامه ورځ دا نظاره کوو، پلانی عالم شهید شو، پلانی مبارز شهید شو، پلانی مجاهد شهید شو، دا دسیسه عملا روانه ده، ټول په دې باندې اګاه دي.»

د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وايي: «نور افغانان د دې صبر نه کوي، مه کوه د دې انتظار مه کوه چې د ملي قیام غږ اوچت شي.»

سیاسي شخصیتونو او دیني عالمانو ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل چې نوموړی او ده پورې تړلي کسان ټول له بهره راغلي بهرنی تابعیت لري او دوی نور پر ملت د قیادت حق نه لري او نه له جمهوریته دفاع کولی شي.

دیني عالم عبدالسلام عابد وايي: «مزدور او بې معنا حکومت ته وایم، چې اې اشرف غني، کله چې نه‌شې کولی، توان نه لرې، نو نه باید خپل ناروا حاکمیت پر خلکو وچلوې. ته هغه څوک نه یې چې د دې ملت مشرۍ او رهنمايي وکړې، ته هویت هم نه لرې، له بیرونه راغلی یې د غلا لپاره راغلی یې، نه جمهوریت څخه دفاع کوې، ځکه د جمهوریت په طریقه نه یې راغلی.»

په ورته مهال دوی خبرداری ورکوي چې د دینی عالمانو او سوله پلوه اشخاصو ترورونو روانې لړۍ سره په هیواد کې د یوه بل خطرناک بحران د راپورته کولو هڅې کیږي چې ملت یې باید پر وړاندې منسجم شي.

د جمعیت اصلاح رئیس عبدالصبور فخري وايي: «هغه کسان چې په دې هیواد کې جګړې ته لمن وهي، هغه کسان چې د سولې لپاره هڅې نه کوي او د سولې هڅې له خاورې او وینو سره یوځای کوي، هغوی باید د محاکمې میز ته راکش کړو، لاسونه یې باید لنډ کړو.»

د جمعیت اصلاح مرستیال احمد الله مرشد ساپی وايي: «په داسې حال کې چې د سولې خبرې حساسې مرحلې ته رسیدلي دي، د استخباراتو کړیو کار دی چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي. دښمن غواړي داسې جریانونه هدف وګرځوي چې د هویت تمدني او دیني برنامه لري او له ملي او اسلامي ارزښتونو دفاع کوي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق