خبرهای مرتبط

جمع

ثبت بالاترین آمار مرگ و میر مادران و کودکان در افغانستان

دفتر هماهنگ کننده کمک‌های بشردوستانه سازمان ملل اعلام کرد...

تقابل النصر عربستان و پرسپولیس ایران با حضور رونالدو

در ادامۀ بازی‌های فوتبال قهرمانی باشگاه‌های آسیا تیم النصر...

کابل-جلال‌اباد لار؛ کوچنیو موټرو ته فرعي سړک جوړ شوی، خو خوندي نه دی

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت وايي، د...

قصر سفید: برنامه‌ای برای به رسمیت شناختن حکومت طالبان نداریم

قصر سفید می‌گوید که حکومت سرپرست در افغانستان بر...

جنرال مکېنزي: افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده

د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال کېنېټ مکېنزې وايي په افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ډېره لوړه ده او دی د طالبانو د وروستیو کړنو په اړه اندېښمن دی. نوموړي امریکا کې د منځني ختیځ انسټیټیوټ ته په خبرو کې وویل په افغانستان کې د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره اړینه ده چې طالبان هم ځینې ګامونه پورته کړي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا د پوځ دا مهم قوماندان واک ته د ولسمشر جو بایډن له رسېدو وروسته په دې اړه څرګندونې کوي. جنرال مکېنزې ویلي: «طالبانو د هېواد په کچه په هدفي وژنو او پر افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په پرله پسې بریدونو سره د تاوتریخوالي لوړه کچه روانه ساتلې، خو پر امریکايي او اتېلافي ځواکونو یې له بریدونو تر ډېره ډډه کړې.»

نوموړی زیاتوي: «د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه ده. دا هغه څه دي چې موږ یې څارو. د طالبانو د کړنو څارلو ته دوام ورکوو او پوهېږم چې [د امریکا نوې] اداره هم د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د سولې د تړون له مخې هر څه څاري.» جنرال مکېنزې د امریکا د نوې ادارې له خوا د دوحې هوکړې د بیا کتنې پرېکړې ته په اشارې سره ویلي، که دا بهیر همداسې روان ساتل کیږي نو طالبان باید ځینې ګامونه واخلي او یو څه کارونه وکړي.

جنرال مکېنزې وايي د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو راهیسې افغانستان کې د دوی ستراتیژیک اهداف، چې د ترهګرو په پټنځي د افغانستان بیا نه اوښتل او د امریکا خوندیتوب، دي د «طالبانو او د افغانستان د اسلامي جمهوريت ترمنځ د خبرو اترو پایله کې یوې هوکړې ته د رسیدو له لارې ترلاسه کېدای شي.»

د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان دا څرګندونې داسې مهال کوي چې دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي. د افغانستان حکومتي مشران نیوکه کوي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي د دوی له مرکچیانو سره د خبرو پر ځای د سیمې د هېوادونو په سفرونو بوخت دي. بي بي سي لیکي چې دوی دا څرګندونې په دې وروستیو کې تهران، مسکو او عشق اباد ته د طالب استازو سفرونو ته په اشارې کوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق