خبرهای مرتبط

جمع

پیروزی 5 بر 3 تیم ملی فوتسال افغانستان مقابل چین تایپه

تیم ملی فوتسال افغانستان در دومین دیدار دوستانه‌اش در...

افغانستان کې نیول شوي کسانو سره دي قانوني او طبي مرستي وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت د جمعې...

استاد بازنشستۀ دانشگاه کابل که رو به کهنه‌فروشی آورده است

عبدالقیوم خواجه‌زاده در کنار تدریس در دانشگاه، چند سال...

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

عبدالله: تر موقت حکومت مخکې باید پر اوربند او نورو مهمو مسایلو خبرې وشي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي، چې طالبانو د خبرو مېز پرې ایښی دی او دغه راز یې تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې، طالبانو له خبرو انکار نه دی کړی، خو له څه مودې راهیسي لږ تر لږه د تماس ډلو ترمنځ هم ناستې نه دي ترسره شوې او دوی هیله لري چې د سولې پروسه هر څه ژر له دې حالته ووځي.

 عبدالله د دغې شورا د رسنیو کمېسیون جوړېدو په تړاو غونډې ته خبرو کې مؤقت حکومت ته په اشارې ویلي چې لنډمهالی حکومت ستونزه نه شي اوارولی ځکه چې تر مؤقت حکومت مخکې باید پر نورو اړینو موضوعاتو لکه د جګړې پر درېدو او اوربند خبرې اترې وشي.

هغه زیاته کړې، طالبان کله ناکله په دې پلمو هم خبرې ځنډوي چې دوحې ته تللی د افغان دولت مذاکراتي پلاوی واک نه لري او یا هم له یو کس سره ستونزه د سولې پروسې پر وړاندې خنډ بولي چې د ده په وینا دا نامناسبه خبره ده.

عبدالله د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، سوله د هېواد مسئله ده او نباید له یو شخص سره ستونزه د هېواد د ارامتیا د له منځه وړلو سبب وګرځول شي. نوموړي دا نه ده څرګنده کړې چې طالبان له چا سره ستونزه لري، خو د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې په یوې مرکه کې ویلي وو چې که چېرته ولسمشر غني له خپلې دندې استعفا ورکړي، نو دوی هم له اوسني حکومت سره یو ځای کېدو ته چمتو دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق