امریکا وایي، طالبانو تاوتریخوالی او هدفي بریدونه ډېر کړي دي. د امریکایي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک کینزي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي د دوی معلومات ښيي چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او د افغانستان په هره برخه کې هدفي بریدونه ترسره کوي.
نوموړي دا نه دي ویلي چې اوس به امریکا پر کوم اقدام لاس پورې کوي خو ټینګار یې کړی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې ختمولو ته لومړیتوب ورکوي. جنرال کېنټ مک کنیزي همدا راز ویلي چې امریکایي نظامي او ديپلوماتیکې ادارې دمګړی د امریکا او طالبانو د هوکړې پر ارزونه بوختې دي او ښایي ډېر ژر په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي.
نوموړي ویلي هیله دا وه چې طالبان به تاوتریخوالی کم کړي او بین الافغاني خبرې به پایلې ته ورسوي، خو عیني واقعیتونه ښيي چې طالبان د جګړو د ختمولو پر ځای جګړې شدیدې کړې دي او تاوتریخوالی یې ډېر کړی دی. تر دې وړاندې د امریکا ددفاع وزارت نورو چارواکو هم ویلي وو چې طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او پر هوکړو یې ژمنه نه ده کړې.