د هیواد مخکیني جمهور رئیس حامد کرزي د سولې پروسې او په دې پروسې کې د وروستیو پرمختګونو په اړه په کابل کې د چین هیواد له سفیر وانگ یو سره خبرې کړي دي.
په دې کتنه کې دواړو خواوو ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې پروسه باید مطلوبې نتیجې ته ورسیږي او ښکیل خواوې ورته ژمن و اوسي. دا ناسته چې د سې شنبې په ورځ شوې ده، په کې ویل شوي چې طالبان او افغان حکومت باید د سولې پروسې په اړه جدي هڅې وکړي او دغه پروسه یوې مطلوې نتیجې ته ورسوي. دواړو لوریو له افغان سولې د نړیوالو پر ملاتړ هم ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه دریدلي دي. طالبان وايي، چې افغان پلاوی پوره واک نه لري او له همدې امله ورسره خبرې نه کوي، خو حکومت بیا طالبان تورنوي چې د خبرو له میزه تښتیدلي دي.