خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

شاتوت بند؛ بله حیاتي پروژه!

د افغانستان په بیا رغونه کې هند یوازینۍ هیواد دی چې د زیربنايي پروژو په برخه کې مرستې کوي. دغه هیواد په افغانستان کې د ګڼو پروژو اصلي مالي ملاتړی دی. په هرات کې د سلما بند، په نیمروز کې د زرنج ـ دل‌آرام لار او په تازه کې شاتوت د اوبو بند هغه حیاتي پروژې دي چې د افغانانو له ژوند او اقتصادی سره مستقیمه اړیکه لري. هند په ډېرو نورو برخو کې هم پر ځای او اغیزمنې مرستې کړي دي. دغه او یو شمیر نورې پروژې چې مالي ملاتړ یې هند کړی، د افغانستان په زیربنايي بیا رغونه کې خورا ارزښتناکې پروژې دي.

افغانستان دمګړې تر بل هر څه زیات د اوبو بندونو، کانالونو او د برېښنا د تولید برخو کې پانګونې ته ضرورت لري، ځکه د دغو برخو په انکشاف سره د خلکو په ژوند کې سمسمکی راځي او خلک د بیکارۍ او فقر له بلا ژغورل کیږي. د دې ترڅنګ دغه بندونه نه یوازې د اقتصادي او صنعتي فعالیتونو لپاره مهم دي، بلکې د کرنیزو فعالیتونو لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

دمګړې د افغانستان میلیونونه متر مکعبه اوبه بهرنیو هیوادونو ته بهیږي، چې د بندونو په جوړیدو سره به له یوې خوا د یادو اوبو مخنیوی شوي وي، له بلې خوا به د افغانستان زیات شمیر خړې دښتې او ځمکې خړبوې شي، چې په هر حالت کې د افغانانو پر ژوند یې اغیز خورا مثبت دی. هند په دغه برخه کې تر ټولې نړۍ وړاندې دی او دغه هیواد درک کړې چې د افغانستان د ابي منابعو له رغونې پرته ناممکنه ده چې دغه هیواد د پرمختګ په لور حرکت وکړي، له همدې امله یې د افغانانو د پلان مطابق هغه پروژې منلي چې ورته خورا زیات او حیاتي اړتیا لیدل کیږي. افغانانو له کلونو راهیسې نړیوالو ته خپل لومړیتوبونه بیانول، اما نه یوازې دا چې غږ یې نه اوریدل کیده، بلکې ځینو مرسته کوونکو پر داسې پروژو پیسې لګولې چې هیڅ اغیزمنتیا یې نه لرله. دغه وضعیت افغانان سخت ناهیليی کړي وو او د سترو مرسته کوونکو شکمن شوي وو.

افغانستان د خورا زیاتې برېښنا د تولید ظرفیت لري او له دې لارې افغانستان ته ډېر عاید تر لاسه کیدای شي. که چیرته د افغانستان د اوبو او باد منابع د برېښنا د تولید لپاره په سم ډول وکارول شي، لرې نه ده چې افغانستان به ګاونډیو هیوادونو ته د برېښنا د صادروونکي هیواد باندې بدل شي، په داسې حال کې دمګړې په خپله له نورو هیوادونو څخه برېښنا واردوي.

که چیرته افغانستان کې د برېښنا د تولید ظرفیت لوړ شي او د افغانستان داخلي اړتیاوو څخه اضافه شي، ارو مرو یې پر خپلو ګاونډیو پلوري چې په دې صورت کې همدغه ګاونډیان ترې لومړی مستفید کیدای شي، اما که چیرته افغانستان لکه دا تېر څلویښت کاله در په دره وي او هر څه یې ویجاړ وي، بیا نو د همدغو ګاونډیانو پر اوږو بار وي، لکه د جګړې په کلونو کې چې میلیونه افغانان اړ شول چې له هیواد ووځي. دغه ډول وضعیت د مثبت او منفي دواړو حالاتو کې پر ګاونډیانو مستقیم اغیز ښندي، نو په همدې پلمه غواړم ووایم چې که هر هیواد غواړي له افغانستان سره دوستي وکړي، نو د هند په شان دې وکړي او تر هر څه مخکې دې زموږ لومړیتوبونه درک کړي او د بیخ بنسټونو په رغولو کې دې مرسته وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق