خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

طالبان: بین‌الافغاني‌ خبرې به ډېر ژر بیا پیل شي

افغان طالبان وایي، دوی په دوحه کې روانو بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن دي او د خبرو دا درېدلې لړۍ به “ډېر ژر بېرته پیل شي”. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي‌ سي سره خبرو کې که څه هم د خبرو د بیا پیلېدو لپاره کومه کره نېټه نه ده یاده کړې، خو ټینګار یې کړی چې یقیناً به بيا پیلېږي.‌

یاده دې وي چې د سې شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي مصالحې عالي‌ شورا مشر عبدالله عبدالله کابل کې یوې غونډه ته ویلي وو، طالبان د سولې لپاره هېڅ هم نه کوي او دوحه کې خبرو ته نه حاضرېږي.‌ همدا راز د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون ګڼو افغان چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې د دولت مرکچي‌ پلاوي سره د خبرو پر ځای په بهرنیو سفرونو بوخت دي.‌

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې دا ادعا رد کړه چې دوی ګواکې له خبرو په شا شوي.‌ نوموړي وویل: «د خبرو بهیر خپلې جګې ټیټې لري. سلا مشورې ته په‌ کې اړتیا وي.‌ زموږ د مشرانو ځینې سفرونه مهم وو او په هغوی کې د مرکچي پلاوي د غړو ګډون هم مهم و، خو خبرې به یقیناً بیا پیلېږي.»

په داسې حال کې چې دوحه کې د افغانستان اسلامي‌ جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاو ترمنځ له تېرو درې اونیو راهیسې خبرې نه دي شوې، خو بل لور ته په افغانستان کې تاوتریخوالی نه دی کم شوی. پرون چهارشنبه کابل ښار او پغمان ولسوالۍ کې څلور چاودنو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي، چې د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې امر هم په‌کې شامل دی.

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال د دې بریدونو پړه پر طالبانو ور اچولې، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. له دې سره سم افغانستان کې د هدفي بریدونو او وژنو لړۍ هم روانه ده او کابو هره ورځ پلازمېنه کابل او ځینو نورو ښارونو کې دولتي کارکوونکي، مدني فعالان او یا هم خبریالان په نښه کېږي.

طالبان ټینګار کوي چې دوی په دې هدفي بریدونو کې لاس نه لري‌ او غیر پوځي کسان د دوی په هدوفونو کې نه راځي، خو افغان چاراکي نه یوازې تور لګوي چې طالبانو له اوربنده په انکار سره د تاوتریخوالي فضا رامنځته کړې،‌ بلکې د ډېرو هدفي بریدونو پړه هم پر طالبانو ور اچوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق