د افغانستان مخکیني ولسمشر د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د قزاقستان له سفیر علیم خان یاسین ګلدیف سره د افغانستان د سولې او نورو دوه اړخیزو موضوعاتو په اړه خبرې کړي دی. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې «په دغه کتنه کې د آستانه کلپ د مشرانو د شورا د آینده مجالسو او اقداماتو په باب خبرې وشوې.» خبرپاڼه کاږي چې حامد کرزي د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر غوړیدا خوښي ښودلې او قزاقستان یې د افغانستان له نیکو دوستانو یاد کړی دی. کرزي د قزاقستان هیواد له همکاریو هم مننه کړې ده.