پخواني ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د ملي مصالحې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله او په کابل کې د امریکې د سرپرست سفیر راس ویلسون سره د سولې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو کتنو کې د سولې روانو خبرو، ستونزو او حلارو باندې خبرې شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې په دغو کتنو کې ټینګار شوی چې د افغانستان د سولې روان پروسه باید یوې نتیجې ته ورسیږي او ښکیل لوري باید خبرو ته ژمن شي. دوی ویلي چې افغانان تر بل هر څه سولې ته جدي اړتیا لري او د دوی دغه غوښتنه باید پوره شي.