د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو ۳۲ کاله پوره شول. پوره ۳۳ کاله وړاندې شوروي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل. یادو ځواکونو په افغانستان کې شاوخوا یوه لیسزه جګړه وکړه، اما بریالي نه شول او ټولې نړۍ په اشغال تورن کړل.
هغه مهال په جګړه کې د افغانستان هر څه نابود شول، میلیونه شهیدان او ټپیان او معیوبان او په همدې ډول د هیواد ټول بنسټونه له خاورو سره خاورې شول. د شوروي ځواکونو د نامسوولانه وتلو او د افغان مجاهدینو اشتباهاتو له امله افغانستان له سختو کورنیو جګړو سره لاس او ګریوان شو، چې اغیزې یې تر ننه هم پاتې دي او اوس هم چې زموږ په هیواد کې جګړه روانې دي، د تېرو اشتباهاتو له امله دي.
له ټولو اشتباهاتو سره سره نن ورځ یو ځل بیا افغانستان د تاریخ په خورا حساس پړاو کې قرار لري. بیا هم له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او له نظام سره د دولت د مخالفو وسله والو یوځای کیدل مطرح دي. که څه هم په یو شمیر برخو کې له پخوانیو حالاتو سره توپیرونه شته، اما په ټوله کې افغانستان یو ځل بیا له ستر ازمون سره مخ دی.
د افغانستان د سولې پروسه او له دې هیواده د بهرنیو ځواکونو وتل، هغه ستر امتحانونه دي چې ترې کامیاب وتل به د افغانستان د کامیابۍ او هوساینې سبب شي او پهکې پاتې راتلل یې د افغانستان د بربادۍ او نابودې خطر له ځانه سره لري. افغانانو د خپل تاریخ په اوږدو کې تل جګړې ګټلي دي او هره برحقه مبارزه کې بریالي راوتلي دي، اما د سیاست او خبرو په ډګر کې بیا داسې مات شوي چې هیڅ تصور یې هم نه شي کیدای.
اوس یو ځل بیا افغانانو ته د خبرو ور خلاص شوی دی او هڅه کیږي چې روانې ناخوالې د خبرو له لارې حل شي، اما د بهرنیو کړیو د مداخلو او د یو شمیر نادرکه افغانانو له امله د خبرو دغه یوازینې لار هم خورا پیچلې شوې ده او په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې په ټبه دریدلي دي. یو ځل بیا دواړه لوري د جګړې تبل غږوي. داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې راتلونکي پسرلی به افغانستان یو ځل بیا د سختو جګړو شاهد وي، د داسې جګړو چې په تېرو شلو کلونو کې یې ساری هم نه وي لیدل شوی.
که چیرته د افغانستان د قضیې ټول ښکیل اړخونه او په ځانګړې توګه دولت او طالبان جدي هڅې ونه کړي، ژمنتیا ونه ښيي، جګړه به پیل او د سولې ور به بیا د کلونو کلونو لپاره وتړل شي او افغانان به بیا په جګړو کې سوځي او طلايي فرصت به ضایع شي.