خبرهای مرتبط

جمع

آغاز دور تازۀ سفرهای نمایندۀ آمریکا برای افغانستان

نمایندۀ ویژۀ آمریکا برای افغانستان در دور تازۀ سفرهایش...

مجاهد: لانه‌های مهم گروه داعش در افغانستان از بین رفته است

به گفتۀ سخنگوی امارت اسلامی، لانه‌های مهم گروه داعش...

د سولې پروسې پر چټکتیا او بریا د حامد کرزي او د ناټو د ملکي استازي ټینګار

 د افغانستان مخکیني جمهور رئیس حامد کرزي د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو سازمان له ملکي سفیر ښاغلي استفانو پونټه کورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغې کتنه کې د سولې پروسې د وروستیو پرمختګونه او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وشوې.

خبرپاڼه کاږي چې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې پر چټکتیا او بریا ټینګار کړی دی. د سولې پروسې پر چټکتیا او بریا په داسې حال کې ټینګار کیږي، چې په وروستیو کې په دوحه کې د سولې خبرې په ټپه دریدلي دي او دواړه لوري د هوکړې له بشپړ عملي کولو په شا شوي دي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزی ټینګار لري چې امریکا، افغان دولت او طالبان باید د سولې خبرو ته پوره ژمنتیا ولري او د سولې روانه پروسه باید نتیجې ته ورسوي. نوموړي په افغانستان کې د سولې یوازینۍ لار بین الافغاني خبرې یادوي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق