که څه هم په یو زیات شمیر هیوادونو کې د خبریالانو پر وړاندې زورزیاتی کیږي، اما په افغانستان کې بیا خبریال او فعال دواړه عمداً وژل کیږي. دغه لړۍ د سولې پروسې له بيل راوروسته پیل شوې او د بین الافغاني مذاکراتو په جریان کې بیا خورا چټکه شوې ده.
یوازې د بین الافغاني خبرو د پیل په موده چې پنځه میاشتې کیږي، ۱۱ خبریالان او د بشري حقونو فعالان په هدفي او مرموز ډول وژل شوي. د ۲۰۱۸ کال له لومړۍ بیا د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر وروستۍ نېټې پورې بیا په ټولیزه توګه ۳۳ خبریالان او ۳۲ د بشري حقونو فعالان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو سازمان په خپل وروستي راپور کې چې پرون دوشنبه خپور شو راغلي چې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی خورا زیات شوی دی چې له امله یې یو شمیر وژل شوي، ځینې له هیواد تېښتې ته اړ شوي او ګڼ شمیر نورو بیا یا د استونګي ځایونه بدل کړي او یا یې خپل ځانونه سانسور کړي دي. دغه وضعیت دردوونکی دی.
اما ولې دغه وضعیت د سولې خبرو له پیلیدو سره حاکم شو؟ تر دې وړاندې که څه هم د خبریالانو پر وړاندې ستونزې وې، خبریالان وژل شوي او تاوتریخوالی ورسره شوی، اما په وروستیو کې خبریال او فعال د ګولۍ اصلي هدف دی او هر چیرته چې موکه برابره شي، خبریال په نښه کیږي. ایا خبریالان او د مدني او بشريي حقونو فعالان د سولې د خبرو قربانیان دي؟ په داسې حال کې چې د سولې د راتلو لپاره تر بل هر چا همدوی ډېر غږ پورته کړی او په هیواد کې روانه جګړه یې د هیڅ لوري په ګټه نه ده بللې او له ښکیلو لوریو یې غوښتي چې د سولې خبرو ته سره کیني او خپل اختلافات د مذاکراتو له طریقه حل کړي، ایا د دوی ګناه همدا ده چې سوله غواړي او خلکو ته حقایق بیانوي؟
د افغانستان حکومت، د خبریالانو او د فعالانو ملاتړې ادارې، د ملګرو ملتونو سازمان، نړیوال سازمانونه او هیوادونه باید په افغانستان کې د خبریالان او فعال د ژوند د خوندي ساتلو لپاره جدي او ګړندۍ هڅې وکړې، ترڅو په دې هیواد کې د بیان ازادي او بشري حقونه تر دې زیات زیان ونه ګوري. که د دغو اقشارو د خوندیتوب په اړه هڅې ونه شي او همداسې په ډاګ پرې ښودل شي، لرې نه ده چې ټولنه د استبداد لور ته لاړه شي، هسې هم د استبداد هڅې کړنۍ شودي او بې تفاوتي به ډېره زیانباره وي.