په وروستیو کې د افغان سولې خبرو د بندون ترڅنګ، د افغان کشالې د حل لپاره نړیوالې هڅې پراخې شوي دي. مسکو او واشنګټن دواړو د افغان سولې ولاړ حالت د بدلون هڅې پیل کړي دي. د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس باید تر مې میاشتې پورې ټول بهرني سرتیري له افغانستان ووځي. اما د امریکا او ناټو نوی دریځ د دې مخالف دی او خپل وتل یې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کموالي او د وضعیت له عادي کیدو سره تړلي، خو د طالبانو له لوري ورسره بیا مخالفت شوی. طالبانو له دوی څخه غوښتي چې د دوحې هوکړې ته په ژمنتیا له افغانستان څخه خپل ځواکونه بهر کړي.
له دې سره مل روسیې هم د افغان سولې په اړه هڅې له سره نیولي دي. د جنوبي اسیا لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تازه پاکستان ته سفر کړی او د یاد هیواد له چارواکو سره یې د افغان سولې بنبست د ماتولو خبره کړې. نوموړي تر دې وړاندې هم ویلي وو چې روسیه به په مسکو کې د افغان جګړې ښکیل لوري سره راغونډي کړي، څو د افغان شخړې د حل په اړه مذاکره وکړي. نوموړي دا هم ویلي وو چې د افغانستان د ستونزې یوازینۍ حل لار د موقت یا ایتلافي حکومت رامنځته کول دي. کابلوف ویلي وو چې طالبان تر ۷۵ اویا فیصده ډېره خاوره تر کنټرول لاندې لري او له ایتلافي حکومت پرته بل حل لارې نه لیدل کیږي، خو دغه څرګندونې د افغان حکومت له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.
افغانانو ته د سولې هر ډول هڅې او د هر چا له لوري چې کیږي مهمې دي. افغانان جګړو دومره اغیزمن کړي، چې د سولې هر غږ ته لبیک وايي. لیدل کیږي چې د افغان سولې په برخه کې د واشنګټن او مسکو ترمنځ نا اعلان شوې سیاسي موجوده او دواړه لوري هڅه کوی چې تر په خبرو کې خپل نفوذ معلوم کړي. روسیه او امریکا په نړیواله کچه ستر هیوادونه دي او تر زیاتې اندازې د نړۍ شخړې او ناخوالې هم په همدوی پورې اړوندیږي. د افغانستان جګړه کې هم همدغه دواړه لوري ښکیل وو او دي. افغانان د دواړه هیوادونو په توانايۍ او اغیز پوهیږي. اما هیله یې دا ده چې دواړه لوري نور د افغانانو پر حال رحم وکړي او د تېرو کلونو پر خلاف د افغانستان په اړه یوې نتیجې ته سره ورسیري او په دغه هیواد کې د جګړې اور د پای ته رسولو په برخه کې صادقانه، اغیزمنې او همغږې هڅې وکړي، ترڅو هم د دوی ملتونه د جګړو له منفي اغیزو او لګښتونو خوندي شي او هم زموږ ځوریدلی ملت د ارام ساه واخلي او افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور او د سمې او نړیوالو هیوادونو اغیزمن همکار شي.