خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د سولې نوې طرحې او مخالفتونه

ولسمشر غني د امریکا طرحې په مخالفت کې: د افغانستان حکومت د سولې لپاره واضحه طرحه لري او هغه تعقیبوي

طالبان د ولسمشر غني د طرحې په مخالفت کې: هېڅکله د درغلیو ډک بهیر کې ګډون نه کوو

د مخکې له وخته ټاکنو هغه وړاندیز چې د سرچينو په حواله ښايي ولسمشر غني یې د ترکیې په غونډه کې وکړي، طالبانو رد کړی دی او وايي هیڅکله هم له درغلیو ډګ بهیر کې ګډون نه کوي. طالبانو ويلي چې ټاکنو مخکې هم افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی، ځکه نو نه غواړي په کې ګډون وکړي.

 خو ولسمشر غني پرون چهارشنبه د کمال خان بند د پرانیستې د مراسمو پر مهال د موقت حکومت د طرحې مخالفت وکړ او ویې چې افغانستان د سولې په برخه کې خپله واضح طرحه لري او هغه تعقیبوي. ولسمشر غني وویل: «موږ د ونې شکل نه لرو چې په هر ډول باد باندې ولړیږو. اوازې راځي، کاغدونه راځي، طرحې راځي، خو افغانستان له ونه مستقیم پر خپل مکان دی.»

تر دې وړاندې دوو حکومتي سرچينو ويلي وو چې ولسمشر غني به د ترکيې په وغونډه کې تر وخت مخکي ټاکنو يو پلان وړاندې کړي. ولسمشر غني په‌خپله تر اوسه د دې طرحې په اړه جزئيات نه دي په ډاکه کړي. د غني دې وړاندیز ته د امريکا متحده ایالاتو د هغي طرحې چې له مخې يې په افغانستان کې د ولسمشر غني د اوسني حکومت پر ځای د يوه موقت حکومت د رامنځته کيدو خبره شوې وه، د بدیل په توګه کتل کيږي.

خو طالبانو د ولسمشر غني دا وړانديز په بشپړه توګه رد کړی دی. د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د ولسمشر غني د پلان په اړه وويل: «دې ډول پروسو په ماضي کې هم افغانستان له بحرانونو سره مخامخ کړی دی.» نوموړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «دوی اوس بيا د يوې داسې پروسې په اړه خبرې کوي چې تل له افتضاح سره مل وه.» هغه زياته کړې چې د هيواد د راتلونکي په اړه هر تصميم د دواړو اړخونو [حکومت او طالبانو] ترمنځ په روانو خبرو کې بايد ونيول شي. نوموړي وويل: «موږ به هيڅکله د ټاکنو ملاتړ ونه کړو.»

د هغه تړون له مخي چې تيرکال له طالبانو سره لاسلیک شو، امريکا متحده ايالات بايد د می مياشتي تر لومړي نېټې پوري له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي، خو د امريکا مجمهوررئیس جو بايډن څو ورځي مخکي وويل چې تر دغي نېټې د ځواکونو رايستل به سخت وي. په دوحه کې بين الافغاني خبرې چې همدې تړون ورته لاره هواره کړه، په ټپه ولاړې دي.

افغانستان د ټاکنو يو له ستونزه ډک تاريخ لري او ټاکنې تل د فساد له تورونو، د خلکو د کم رنګه ګډون او امنيتي پېښو سره مل وي. د ولسمشر غني له وړاندیز سره طالبانو خپل مخالفت تر هغه يو څو ساعته وروسته ښکاره کړ چې د امریکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د ناټو په غونډه کې وويل چې واشنګټن لا هم په دې اړه غور کوي چې د مي تر لومړۍ نیټې خپل ځواکونه وباسي او که نه.

بل لوري ته افغان حکومت ليوال دی چې امريکايي ځواکونه اوږده موده په افغانستان کې پاته شي، څو افغان امنيتي ځواکونه اړين هوايي ملاتړ ولري. امريکا، روسيه او ځيني نور هيوادونه غواړي چې په افغانستان کې موقت حکومت رامنځته شي، خو ولسمشر غني ټينګار کوي چې مشران يوازې بايد د ټاکنو له لارې انتخابيدلی شي.

طالبان چې د جګړې په ډګر کې ډېرې لاسته راوړنې لري، ظاهراً به ورته له دواړو طرحو [د امريکا او غني وړاندیز] ډېره ګټه ونه رسيږي. د طالبانو مرستيال مشر ملا عبدالغني برادر تیره اونۍ د مسکو په غونډه کې وويل چې «افغانان بايد پريښوول شي چې خپلې پريکړې په‌خپله وکړي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق