د افغانستان دفاع وزارت وايي، د کندهار ولایت په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د پنځو ځانمرګو په ګډون ۷۵ طالبان وژل شوي دي. دفاع وزارت پرون یکشنبه اپرېل ۴(وري ۱۵) ویلي چې یاد وسلهوال طالبان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي دي: «د ۵ ځانمرګو په ګډون، ۷۵ تنه طالب ترهګر ووژل شول.» بلهخوا په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند ډګروال یحی علوي امریکا غږ ته ویلي چې د ارغنداب ولسوالۍ پر مرکز يې د وسلهوالو طالبانو بريد پر شا تمبولی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د ارغنداب ولسوالۍ په تابین سیمه کې لسګونو وسلهوالو طالبانو غوښتل چې د ولسوالۍ د مرکز د سقوط لپاره ډلهییز بریدونه وکړي چې په وینا یې د افغان ځواکونو لهخوا هدف وګرځول شول چې پرون سهار پورې دوام درلود.
د کندهار د پوليسو وياند جمال بارکزي هم امریکا غږ ته ویلي، چې د تیرې شپې په عملیاتو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۰ قوماندانان او ځانمرګي بریدګر وژل شوي دي. دفاع وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو لهخوا په ارغنداب او ژړۍ ولسوالیو کې د طالبانو ۳۲ کړۍ ماینونه هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس افغان ځواکونو د کندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د طالبانو یو موټر بم هم هدف له رسېدو مخکې له منځه وړی دی او د یوې لویې چاودنې مخه یې نیولې ده. ویل کیږي چې وړمه شپه د ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو غږونه په کندهار ښار کې هم اورېدل شوي دي.
په یاده ولسوالیو کې د جګړو پيلېدو له امله زرګونه کورنۍ هم د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي. ارغنداب د کندهار ښار په شمالي څنډه کې ګڼ مېشته او زرغونه ولسوالۍ ده چې له تیرو دری میاشتو راهیسې د شدیدو جګړو شاهده ده. وسلهوالو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د هوايي بریدونو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نه ده کړې.