خبرهای مرتبط

جمع

مجاهد: پاکستان با اتهام بر افغانستان از تامین امنیت در این کشور فرار می‌کنند

حکومت سرپرست با انتشار بیانیه‌ای اعلام کرد مقامات پاکستانی...

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

د افغان سولې لپاره د ولسمشر غني درې پړاویزه طرحه

بیژن‌پور: حکومت ناوخته کړې ده؛ مشکلاتو کې راګیر دی او د ترکیې ناستې لپاره نورې ټولې طرحې د حکومت طرحه نفي کوي

د سولې لپاره د ولسمشر غني درې پړاویزه طرحه وړاندې کوي. د رویټرز خبري آژانس په راپور کې ویل شوي چې ولسمشر اشرف غني د ترکیې ناستې لپاره درې پړاویزه طرحه جوړه کړې او هڅه کوي چې له طالبانو سره تر ټاکنو مخکې اوربند باندې هوکړې ته ورسیږي.

رویټرز د ځینو افغان چارواکو له قوله لیکي چې په دې طرحه کې د سیاسي جوړجاړي لپاره د اجماع رامنځته کولو، نړیوالو ترڅارنې اوربند، د ولسمشر ټاکنو او د سولې حکومت جوړولو، د نوي سیسم رامنځته کولو یاده هم شوې ده.

د رویټرز آژانس په راپور کې راغلي چې په دې طرحه کې «د سیاسي جوړجاړي لپاره د اجماع رامنځته کیدل او د نړیوالو تر څارنې لاندې د اوربند ټینګیدل، تر وخت مخکې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کیدل او د سولې حکومت ترڅنګ د نوي سیاسي سیستم رامنځته کیدل، د کډوالو راستنیدل او د افغانستان د پرمختګ لپاره د اساسي چوکاټ رامنځته کیدل.» موضوعات شامل دي.

رویټیر د افغان حکومت د ځینو لوړپوړو چارواکو له قوله لیکلي دي چې حکومت دغه طرحه له بهرنیو بلازمینو سره هم شریکه کړې ده.

د ولسمشر غني په دې طرحه کې د شپږو میاشتو په موده کې د ټاکنو یادونه هم شوې ده، خو وايي چې ولسمشر غني به کاندید نه وي، خو نوی حکومت به اساسي قانون کې تغییرات راولي او د لویې جرګې تائید ته به یې وړاندې کوي.

د چارو شنونکي وايي چې د ترکیې ناستې ته د حکومت له لوري وړاندې کیدونکې طرحه ستونزې لري، خو اړتیا ده چې د ترکیې تر ناستې وړاندې پر واحدې بدیلې طرحې توافق وشي او که په سیستم کې هم تغییرات راځي باید له مشروعیت څخه برخمن وي.

د چارو شنونکی محب الله زهیر کابل نیوز ته ویلي: «طبیعي ده چې ستونزې به په دې طرحه کې دا وي چې طالبان چې مخالف جهت دی، دغه طرحه مني که یې نه مني، خو د دې د منلو لپاره هغوی هم باید طرحه واندې کړي، مقایسوي به یې کړو، استدلال باید وشي چې کومه یوه د ملت په ګټه ده.»

په ورته مهال سیاسي جریانونه وايي چې حکومت فرصت له لاسه ورکړی دی او په ډېر مشکلاتو کې راګیر دی او د ترکیې ناستې لپاره نورې ټولې طرحې د حکومت طرحه نفي کوي.

د احمد ضیا مسعود د مطبوعاتي دفتر غړی رحمت الله پيژن‌پور وايي: «حکومت غلفت کړی او ځان یې له ستر چانس څخه محروم کړی دی، انصافاً حکومت حق درلود چې یو چارچوب یې له یوه مشروعیت سره تعریف کړی وای او د بازۍ په سر کې ځای نیولی وای او لوبه یې په هغه لوري بولې وای، خو هغه ګروپونو چې د حکومت په راس کې راغلل بې تجربې وو، له خلکو سره یې رابطه جوړه نه شوای کړای، د نړیوالې ټولنې ملاتړ یې عبث کړی او ستر مشکلات رامنځته شوي، ټولې طرحې ـ چې له درې څلور طرحو زه خبر یم ـ د ولسمشر غني د متمرکز نظام پر خلاف دي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق