خبرهای مرتبط

جمع

کنایۀ نبیل به ایران: کبوتر با کبوتر، باز با باز

رحمت‌الله نبیل، رئیس پیشین امنیت ملی افغانستان در واکنشی...

وضع محدودیت شب‌گردی بر‌ باشندگان ولایت پکتیکا از سوی نظامیان پاکستانی

به نقل از منابع محلی از ولایت پکتیکا، نظامیان...

طالبان بايد د دیپلوماتيکو اړيکو له پاره اصلاحات راولي

چين ويلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو...

وقوع انفجار در پیشاور هفت زخمی برجای گذاشت

مقام‌های صحی و امدادی پاکستان می‌گویند که در پی...

طالبان: نشست‌های مخالفان در کشورهای منطقه غیرقانونی است

معاون وزیر خارجۀ طالبان در واکنش به برگزاری نشست‌های...

امریکايي ځواکونه وځي، څه کول په‌کار دي؟

د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هم‌مهاله د افغانستان او سیمې د راتلونکې په اړه هم ګڼو اندېښنو او پوښتنو سر راپورته کړی او ډیری افغانان د تورو ورځو او د هیواد د سقوط له تکراره په اندېښنه کې دي او ویره ښيي چې که د وضعیت د کابو کولو په اړه یو لړ جدي اقدامات ترسره نه‌شي، ممکن یاده بده سناریو یو ځل بیا تکرار شي.

تازه د امریکا ولسمشر له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکنو د ایستلو اعلان کړی چې له امله یې افغانانو او نړیوالو او آن په خپله امریکایانو ټکان خوړلی. داسې راپورونه دي چې امریکايي لوړپوړو پوځي چارواکو هڅه کړې چې بایډن له دې پرېکړې په شا کړي، خو ولسمشر پر خپله پرېکړه ټینګار کړی او د زیاتو جزيياتو اوریدو ته یې اجازه نه ده ورکړې.

اوس تازه واشنګټن پوست خبر ورکړی چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه عجولانه ده او خورا بدې پایلې به ولري. یادې ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې د امریکايي ځواکونو په نه شتون کې به القاعده او نورې ترهګرې ډلې ډېرې ژر منسجمې شي او امریکا ته سرخوږی جوړ کړي. دغې ورځپانې په همدې ډول ویلي چې د افغانستان د ناامنیو اصلي عامل په پاکستان کې د ترهګرۍ خوندي ځالې بلل شوي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې بهرني ځواکونه وتونکي دي، نو افغانانو او د پاکستان په ګډون د سیمې د هیوادونو لپاره څه کول په کاري دي؟ د افغانستان بیا ځل ماتیدل او سقوط به نه یوازې د افغانانو لپاره تباهي وي، بلکې د سیمې د هیوادونو په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره هم تر تباهۍ کمه نه وي. که پاکستان امارت نه غواړي، لکه څنګه یې چې د ترویکا په ناسته کې ویلي، نو باید د افغانستان پر ضد د هرې ډلې ملاتړ څخه لاس واخلي او د افغانستان له اوسني نظام سره جدي او صادقانه همکارۍ وکړي.

امارت نه یوازې دا چې د افغانستان خلکو ته د منلو نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ هیوادونه هم ترې ملاتړ نه کوي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف همدا دوه ورځې وړاندې له طالبانو وغوښتل چې له اوسنیو شرایطو سره ځان عیار کړي او په افغانستان کې راغلي تغییرات ومني. هند هم ورته اندېښنه ښودلې ده او نه غواړي چې افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ د هیوادونو پر اوږو بار شي.

نو چې د طالب د امارت پر وړاندې دغه شان حساسیت موجود دی، افغان مشران باید له دغه وضعیت څخه استفاده وکړي او د فعالې دیپلوماسۍ له طریقه طالبان په یوه داسې نظام کې جذب کړي چې هم یاده ډله د تسلیمۍ احساس ونه کړي او هم د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې او شته ارزښتونه خوندي شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق