خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

عبدالله عبدالله: که افغان مشران د سولې خبرو کې متحده نه‌شي، د ترخې جګړې انتظار دې کاږي

«طالبان دې خپلې ټولې غوښتنې او توقعات د خبرو پر میز مطرح کړي، موږ ورباندې هر ډول بحث ته اماده یو.»

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې افغان سیاسي مشران دې د سولې په خبرو کې د طالبانو پر وړاندې متحده شي. هغه ویلي چې د سولې په خبرو کې د افغان سیاسي مشرانو د اتحاد وخت رارسیدلی دی.

 د مصالحې عالي شورا رئیس له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په ځانګړې مرکه کې خبرداری ورکړی چې که افغان مشران متحد او یوموټی نه‌شي، نو د یوې ترخې جګړې لپاره دې منتظر اوسي. هغه همدا راز ویلي، که سولې او ثبات په هدف افغان سیاستوالی سره یو نه‌شي، تاریخ به د موجود وضعیت او د میلیونونو افغانانو د ناهیلۍ په اړه سخت قضاوت وکړي.

نوموړي ویلي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعیت سخت کیدونکی دی او یو لړ ستونزې به رامنځته شي؛ خو پر طالبانو غږ کوي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې د خبرو له طریقه وړاندې لاړ شي.

عبدالله عبدالله طالبانو دا خبرداری هم ورکوي، چې د زور او تاوتریخوالي له طریقه به کله هم واک ته ونه رسیږي. هغه ویلي چې اوس د سیمې هیوادونه او د افغانستان ګاوڼدیان د زور له طریقه واک ته له رسیدلو څخه ملاتړ نه کوي. نوموړی وايي، د طالبانو ډله دې ټولې غوښتنې او توقعات دې د خبرو پر میز مطرح کړي: «موږ ورباندې هر ډول بحث ته پوره اماده یو.»

ډاکټر عبدالله زیاته کړې، چې له دې وروسته باید ټوله پاملره د سولې خبرو باندې معطوفه وي. هغه پر سوله او سیاسي حل باندې د افغانستان د حکومت او د مقابل لوري طالبانو تمرکز هم ګټور بللی. ښاغلی عبدالله وايي: «د سولې یوه پراخ او هر اړخیز توافقه هغه څه دی، چې ټول ورباندې باور لري. خدای مه‌کړه که سولې ته ونه رسیږو، هیڅوک به د هیواد معاصر تاریخ هیر نه کړي.»

د ملي مصالحې عالي شورا په داسې حال کې د سولې په خبرو کې د طالبانو په مقابل کې د افغان سیاستوالو پر یو کیدو ټینګار لري چې ډیری سیاسي مشران د سولې پروسه کې د ارګ له مداخلې او انحصاري چلند څخه ناراضه دي او ارګ تورنوي چې د سولې په موضوعاتو کې په بې ځایه مداخلې سره دغه بهیر ټکنی کوي.

له دې سره هم‌مهاله داسې نارضایتۍ هم شته چې ګني ارګ سیاستوالو ته اجازه نه ورکوي، څو د سولې په خبرو کې رغنده رول ولوبوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وروستیو کې له افغان سیاسیونو غوښتي چې د حکومت له حضور پرته له دوی سره مخامخ خبرو ته چمتو شي. 

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق