خبرهای مرتبط

جمع

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: ‘پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې’

په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما"...

حکومت سرپرست: زمین‌های غصب‌شدۀ هندوها به آن‌ها بازگردانده می‌شود

سهیل شاهی، رئیس دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر...

د بشري حقونو فعالانو، رسنیو او خبریالانو د وضعیت هر اړخیزه ارزونه په کار ده

په افغانستان کې وضعیت په چټکۍ د خرابیدو په لور روان دی. د رسنۍ، د رسنیو فعالان، د بشري حقونو فعالان او مدني ټولنه چې د ټولنې تر ټولو آسیب پذیره برخې دي، له جدي ګواښونو سره مخ دي. په تازه کې نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې ده. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې فعالان په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو فعالان په نښه کیږي.

په ورته مهال د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی هم د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د بیان ازادۍ پر وړاندې موجودو ګواښونو باندې اندېښنه ښودلې. دوی ویلي چې په افغانستان کې د بیان ازادي له جدي ګواښونو سره مخ ده او کله چې بهرني ځواکونه افغانستان پریږدي، نو دغه ګواښونه به څو برابره شي او تر لاسه شوې لاسته راوړنې به له جدي ګواښونو سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د بیان ازادي، رسنۍ او د بشري حقونو مدافع بنسټونه او د یادو برخو فعالان تر بریدونو لاندې راغلي دي او تر ټولو خونړي بریدونه پر همدغو برخو تر سره شوي دي. نه پخوا افغانستان یادو فعالانو ته خوندي ځای و او نه اوس ورته خوندي ځای دی، چې دغه دول وضعیت د راتلونکې په اړه اندېښنې راپورته کړي.

په دې منځ کې تر ټولو خطرناکه مسئله بیا دا ده چې یادې برخې په عمدي توګه د روانې سولې او جګړې د معاملو او لوبو ښکار ګرځیدلي دي. افغانستان کې اندېښنه یوازې دا نه ده چې تروریستي ډلې او د دولت مخالفان پر دغو برخو بریدونه کوي، بلکې داسې شکونه شته چې په نظام کې دننه ځینې پردي پاله او تروریست پلوه کړۍ هم دغه تر ټولو آسیب پذیره برخې تر فشارونو لاندې نیولې دي.

له همدې امله پر حکومت، رسنیو، فعالانو، په افغانستان کې پر موجودو ملاتړو بنسټونو، سفارتونو، یوناما او نړیوالې ټولنې مو غږ دی چې د افغانستان وضعیت په اړه یوه هر اړخیزه ارزونه وکړي او د مدافعو بنسټونو، رسنیو او خبریالانو پر حال ورحمیږي او اجازه ور نه کړي چې افغانان تر دې زیات له ګواښونو سره مخ شي.

که چیرته له افغانستان څخه د بیان ازادي، رسنۍ، بشري حقونه او نورو مدني ارزښتونه لرې کړل شي، نور هیڅ هم نه پاتې کیږي، په داسې حال کې چې افغانانو د دغو ارزښتونو د ساتلو لپاره تر قیمت لوړې قربانۍ ورکړي، چې باید ورته احترام وشي او د تشدد او افراط د اور خوراک نه‌شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق