خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د ولسوالیو دوامدار سقوط د جنګ لوری بدلولی شي!

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو جګړو هم شدت وموند. څه موده مخکې ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د طالبانو د بریدونو لومړۍ څپه چې د ولسوالیو او ولایتونو د سقوط په هدف وه، دفع شوې ده. خو له یادې مودې را وروسته په هیواد کې د ولسوالیو د سقوط لړۍ پیل شوې ده. په وروستیو څو ورځو کې په اروزګان کې کیزاب، د غزني جغتو، په فاریاب کې قیصار او دولت آباد، په لغمان کې دولت شاه، په میدان وردګو کې نرخ او جلریز او ګڼو نورو ولایتونو کې ولسوالیو سقوط کړی دی.

دولت نه مني چې ولسوالیو سقوط کړی، دوی دغه لړۍ د تکتیکي شاتګ نوم ورکړی دی؛ خو که دغه تکتیکي شاتګ وي او یا هم سقوط په دواړو حالاتو کې د افغانستان دولت ته په ستره ستونزې بدلیدای شي. تر ټولو بد اغیز یې د خلکو پر روان دی. افغانان د ولسوالیو تر سقوط او د جګړو تر شدت وروسته داسې انګیري چې ګواکي دولت د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د مقاومت توان نه لري او په هر حالت کې طالبان پر افغانستان حاکمیدونکي دي. په ولس کې د دغه ډول فکر پیدا کیدل او روزل کیدل د نظام راتلونکې ته خطرونه متوجه کوي او خلک له دولت سره همکاریو څخه په شا کوي. همدا اوس هم خلک په ډېری سیمو کې پر طالبانو پرېکړې کوي، چې که د دغې ډلې تر کنټرول لاندې ځمکه پراخ شوه، بیا خبره ډېره خرابه وي.

د دغو سقوطونو او تکتیکي شاتګونو عوامل مختلف دی. خو په وروستیو څو میاشتو کې د پوځیانو او سرتیرو یو شکایت دا دی چې له مرکزه یې ملاتړ نه کیږي. نه وسلې او نه مهمات پر وخت ورسیږي او نه یې هم د جګړې پر مهال هوايي ملاتړ کیږي؛ بلکې په اوونیو او میاشتو مرکز څخه د مرستې غوښتنه کوي، په مرکز کې یې هیڅوک هم غږ نه اوري. دغه ډول نا هماهنګي او بې غوري د ستونزو د زیاتیدو سبب کیږي. کله چې پوځیان کلابند وي او له ځمکې او هوا یې ملاتړ ونه شي او آن د خوړو لپاره ورته څه وا نه ستول شي، په دې صورت کې ترې له ولسوالۍ او پوستې د دفاع څه ډول تمه کیدای شي؟! زموږ باور دا دی چې که له مرکزه د امنیتي ځواکونو سم ملاتړ وشي، دوی کولی شي چې خپلې سیمې وساتي. په مرکز کې فساد او بې غوره چارواکي د ټولو ستونزو اصلي لاملین دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق