خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د هیواد ترینګلی وضعیت او بې اغیزې ادلون بدلون!

لیکونکی: صفی‌الله ملاخیل-مدیر مسئول

حکومت تازه ځینې تغییرات راوستلي دي. د ملي دفاع وزارت لپاره یې بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزارت لپاره یې عبدالستار میرزکوال، کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ته یې حیات الله حیات او یو کس یې د لوی دسرتیز په توګه ټاکلي دی.

دا تغییرات او ګومارنې په داسې مهال کیږي، چې د هیواد امنیتي وضعیت تر بل هر وخت ترینګلی او جګړو ډېر شدت موندلی دی. په تېرو څو اوونیو کې ګڼو ولسوالیو سقوط کړی. پرون هم د سنګان دره صوف ولسوالۍ، د فاریاب ولایت خواجه سبز پوش ولسوالۍ، د جوزجان مردیان ولسوالۍ، د تخار بهارک او بنګي ولسوالیو، فراه کې انار درې او پشت کوه ولسوایو او په پکتیا کې میزکه ولسوالۍ سقوط شوي دي.

د ولسوالیو دغه ډول سقوط بې مخینې ده. آن ممکن افغانستان په خپل تاریخ کې کله هم د دا ډول سقوطونو تجربه نه وي لیدلي. د ولسوالیو سقوط د نظام دننه د هرج او مرج او ضعیف مدیریت ښودنه کوي، چې اصلي عامل یې د غیر مسلکي کسانو ګمارل او له مسایلو سره سلیقه يي چلند کول دي.

که څه هم له د ولسمشر محمد اشرف غني حکومت له لومړۍ ورځې پر غیرملسکي توب ولاړ و او ډیری ګومارنې یې په حکومت کې دننه د سیاسي کشمکشونو پر اساس وې چې کله هم ولس ترې راضي نه و. کله چې دفاع وزارت ته یوه بې مسلکه او بې تجربې میرمن لیږل کیږي او په همدې ډول چې د کورنیو چارو وزارت ته د وزیر په توګه ملکي کس لیږل کیږي او کله چې ګومارنې  د یوې خاصي مافیايی کړۍ په لاس کې وي، ترې زیاته تمه باید وهم نه شي.  

حکومت دمګړۍ د څو کسانو په لاس کې دی او دغه کسان چې هرڅه وغواړي هغه به ترسره کوي. نه د  افغانستان د خلکو غوښتنې په پام کې نیول کیږي، نه د خلکو حساسیتونو ته شته او نه هم خلک په سیاسي او مهمو ملي مسایلو کې پوښتل کیږي، بلکې په یو اړخیز ډول چارې مخته وړل کیږي او فاریاب ته له لغمانه یوه ناپيژندل شوې څیره ور لیږل کیږي، چې نه یې خلک په اړه معلومات لري او نه کاري مخینه معلومه وي، اما د خلکو له مخالفت سره سره بیا هم په زور او جبر له نظامي مرکزه ولایت کوي. دغه ډول کړنې د دې حکومت خاصه ځانګړنه ده.

وروستي ګمارنې هم د هماغې کوچنۍ ډلې له خوا شوي او له دوه مورده پرته په نورو ټولو کې نه مسلک په پام کې نیول شوی او نه هم د هیواد روان حالاتو په پام پرېکړه شوې ده. داسې ښکاري لکه څوکۍ چې د یو چا له لوري د پیسو په بدل کې پیر او پلور کیږي او تر ډېره دغه غیر منطقي ګومارنو باندې همداسې شکونه زیاتیږي، چې څنګه یو غیرمسلکی کس یوه مهم وزارت ته لیږل کیږي؟

دغه شان ګمارنو وضعیت دغه ځای ته راورساوه چې د ورځې درې او څلور ولسوالۍ سقوط کوي او د پلازمینې کابل وضعیت هم دومره خراب شو چې اوس د سړک غاړې ماینونه د دې ښار په سړکونو هم ځای پر ځای کیږي. پرون د کابل ښار په ځنډه کې د کمپنۍ له پله هاخوا په قلعه عبدالعلي سیمه کې د پولیسو پر رنجر موتر د سړک غاړې ماین چاودلی دی. دا د دې ښودنه کوي چې وضعیت تر هغې ډېر خراب دی چې موږ یې فکر کوو.

په دې وطن کې هسې هم همدا څو سرونه دی چې کله وزارت ورکول کیږي، کله ولایت او کله هم سفارت او افغانستان کې نور هیڅ داسې کادر او وړ کس نه‌شته چې ورته ضرورت پیدا شي.

  • عبدالجبار

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق