خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د جدي خبرو وخت نه دی رارسیدلی؟!

له کلونو راهیسې افغانستان جګړه تجربه کوي. په دې کلونو کې افغانانو تر بیلابیلو نومونو لاندې قربانۍ ورکړي دي. د افغانستان تاسیسات هم له منځه تللي دي او لا هم افغانستان په جګړه کې ښکیل دی. اوس چې د ناټو او امریکا ځواکونه له هیواده وتونکي دي، ورسره مل د جګړو شدت هم زیات شوی دی. داسې شدت چې هره ورځ لسګونه افغانان ژوند له لاسه ورکوي او سلګونه نور ټپیان کیږي. دغه وضعیت د افغانستان راتلونکې مبهمه کړې ده او داسې انګیرل کیږي چې افغانستان به بیا خورا سختې ورځې تجربه کړي.

په دې منځ کې د طالبانو د تحریک مرستیال او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په یوه لیکنه کې ویلي چې سیاسي جوړجاړي او خبرو ته ژمن دي. نوموړي پر بهرنیانو غږ کړی چې افغانان خپلمنځي خبرو ته پریږدي چې په‌خپله خوښه نظام راولي. په ورته مهال له افغانستان هم د سیاستوالو یو پلاوی قطر ته تلونکی دی. بي بي سي د افغانستان په دولت کې د سرچینو په حواله لیکي چې د دې پلاوي یوه غړي حامد کرزي ته دنده سپارل شوي چې له ولسمشر غني سره په تفاهم کې د پلاوی صلاحیت واضح کړي. په ورته مهال نړیوالو هم کوښښونه جاري ساتلي چې که وکړای شي د سولې خبرې یو مسیر ته برابر کړې، اما بیا هم د نامعلومونو دلالیلو له امله د سولې خبرې دیدلي دي او جګړې ته زور ورکړل شوی دی.

د سولې په برخه کې دا هڅې داسې مهال دي چې جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی او هره ورځ د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې ولسوالۍ سقوط کوي. دغه وضعیت خلک اندېښمن کړي چې راتلونکې به یې څنګه کیږي. خو اوس چې له افغانستان بهرني ځواکونه وتونکی دي او جګړه مطلق افغان لوریو ته ورپاتې کیږي، د دغو لوریو مسوولیت تر بل هر وخت زیاتیږي، چې باید ژر تر ژره دغه جګړه پای ته ورسوی او پر یوه هوکړه سره سلا وکړي.

د جګړې دوام د هیڅ لوري په ګټه نه دی او له دې وروسته خو د جګړه کول د افغانستان سره ستره جفا ده او هر لوری یې چې پر دوام ټینګار لري له خپل وطن او خلکو سره زیاتی او دښمني کوي. نو پر دواړو خواوو موږ غږ دا دی چې ژر تر ژره د سولې خبرې پيل او یوې هوکړې ته سره ورسیږي، ځکه د جګړې له طریقه د هیچا د بریا چانس نه‌شته، بلکې یوازې د خلکو د بربادۍ او د وطن د تباهۍ پرته بله نتیجه نه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق