خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

مشرانو جرګه: ولسمشر غني د روان کړکېچ په مدیریت کې ناکام شوی

«افغانستان عملاً د بې ثباتۍ په لور روان دی»

مسلمیار: د افغانستان د وضعیت خرابوالی په لویه کچه پلان شوی کار دی

د طالبانو لاس ته د ولسوالۍ د پر له‌پسې لوېدلو او هیواد کې د رواني امنیتي او سیاسيۍ بې ثباتیو په اوج کې مشرانو جرګه وايي، چې خلک باید هر ډول شرایطو ته اماده‌ګي ولري.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د دې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، داسې ښکاري چې د افغانستان د وضعیت د خرابوالي لپاره په لوړه کچه پلان نیول شوی دی. نوموړي په امریکا هم نیوکه وکړه چې د افغانستان پر وضعیت یې سترګې پټې کړي دي.

مسلمیار وايي: «هره ورځ د امریکا له سفارت نه یوه اعلامیه ده چې همسایه هیوادونه دې دروازې خلاصې کړي، که د افغانستان حکومت سقوط شو، فلان دې وشي. دا یوه ستراتيژي ده، دا یوه برنامه ده، د افغانستان ولس دې پوه شي چې تپل شوی جنګ دی، موږ بیا خرڅ شوي یو، د افغانستان ولس باید د بیا ایستاده‌ګۍ لپاره اماده‌ګي ولري.»

مسلمیار ټینګار لري چې حکومت باید د روان وضعیت د کنټرولو لپاره ټولې هڅې وکړي، خو د جرګې نور غړي بیا وايي چې حکومت د وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلی دی. د د ې غړي د افغانستان په اړه د امریکا او نړیوالې ټولنې د دریځ بدلیدو په اړه هم حیران دي.

د مشرانو جرګې غړې انار کلي هنریار وايي: «د افغانستان خلک، زموږ قهرمان امنیتي او دفاعي ځواکونه له دې خاورې او وطن څخه د دفاع وړتیا لري. سمه ده چې نن ورځ جنګ دی او موږ پوهیږو چې طالبان له کوم لوري تمویل او تجهیز کیږي، نړیوال هم په دې پوهیږي، خو بیا یې هم خاموشي اختیار کړې ده.»

د مشرانو جرګې غړي په دې باور دي چې ولسمشر غني د اوسني کړکیچ په مدیریت کې ناکام شوی دی او افغانستان عملاً د بې ثباتۍ پر لوري روان دی.

د یادې جرګې غړی رحمت الله اڅکزی وايي: «ډاکټر اشرف غني په واقعیت کې نه‌شي کولی، که موږ د دوی رایو ته وګورو، د اووه لکه اتله لکه رایو په اساس د افغانستان څلویښت میلیون نفوذ دی. رئیس صاحب دوی باید خپلو مسوولیتونو ته متوجه شي.»

د مشرانو جرګې بل غړی طیب عطاء ویلي: «که دلته ټامیان دي، یا څوک دوه پاسپورټونه لري، هغه به تښتي، ولې خاوره زموږ خاوره ده او له دې خاورې به د سر په بدله کې دفاع کوو او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ دریږو.»

که څه هم ولسمشر غني په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری وکړی چې که طالبان د حکومت پر وړاندې له دښمنۍ لاس وانه خلي، نو دی به یې پر وړاندې ودریږی، خو د مشرانو جرګې غړي وايي چې حکومت تر هغو پورې پاوړې ملي اجماع جوړه نه کړی، د طالبانو پر وړاندې بریالي کیدلی نه‌شي.

د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وايي: «نن ورځ داسې ځواکونه لرو چې د دې خاورې لپاره ځانونه فدا کوي، خو افسوس چې د افغانستان د رهبرانو بې تفاوتي ده، د یوې څوکۍ او د یوه امتیاز لپاره؛ نه د افغانستان لپاره، نه د دې خاورې لپاره.»

د دې جرګې بل غړی فرهاد سخي زیاتوي: «تاسو یوه اجماع جوړه کړئ، یو قوت جوړ کړئ؛ که پاکستان وي، که ایران وي، یا هر بل هیواد وي چې په دې خاوره کې مداخله وکړي، داسې ضربه به ورکړل شي چې بیا خپل کار پسې لاړ شي. داسې نه کوي، هر څوک د خپل جیب ډکولو او د خپلو شخصي ګټو لپار، د قوم پرستۍ لپاره هر ډول کسان ګومارۍ.»

د افغانستان په اړه د مشرانو جرګې اندېښنې داسې مهال دي چې په هیواد کې د ولسوالیو د سقوط لړۍ خورا چټکه شوې ده او هره ورځ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لویږي، خو دولت یې تاکتیکي شاتک بولي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق