خبرهای مرتبط

جمع

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: ‘پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې’

په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما"...

حکومت سرپرست: زمین‌های غصب‌شدۀ هندوها به آن‌ها بازگردانده می‌شود

سهیل شاهی، رئیس دفتر سیاسی امارت اسلامی در قطر...

د ولسوالیو پرېښودل خطرناکه پایله لري!

یوه پوښتنه چې لا هم ځواب شوې نه ده، چې ولې د ناټو او امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان سره جګړه شدیده شوه؟ ځکه که منطقاً او عقلاً وسنجول شي، باید کمه شوې وای! مخکې تر دې په افغانستان کې د جګړې د شدت او دوام عامل د بهرنیو ځواکونو شتون په ګوته کیده، اما اوس چې بهرني ځواکونو د افغانستان د پرېښودو هوډ وکړ، جګړې هم رنګ بدل کړل او طالبانو د ښارونو ځنډو ته جګړه راورسوله. ولې باید داسې شوي وای؟

بهرنیانو له افغانستان څخه د وتلو اعلان یوازې د همدغه منطق پر اساس وکړ چې که هر څومره یې دلته شتون دوامدار شي، د سولې له پروسې سره مرسته نه کوي، نو بهتره ده چې له افغانستانه د وتلو اعلان وکړي او افغانان سره پریږدي چې خپله خپلې چارې تنظیم او د هیواد درلودو مسوولیت احساس کړي. اما د بهرنیو ځواکونو د وتو له اعلان سره سم افغانستان له سختو جګړو سره مخ شو.

دمګړې د هیواد په ګوډ ګوډ کې  د افغان امنیتي او دفاعي ځوکونو او طالبانو ترمنځ تودې جګړې روانې دي، چې په دې منځ کې لسګونه ولسوالۍ د طالبان لاس ته لوېدلي دي او د دغې ډلې د بې ساري پرمختګ اندېښنې هم راپورته شوي دي. طالبانو په وروستیو اوونیو کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې د افغانانو او نړیوالو اندېښنې یې راپورته کړي دي؛ خو حکومتي لوری بیا وايي چې دا تکتیکي شاتګ دی او حکومت د یوه پلان پر اساس دغه ولسوالۍ پريښي دي، ځکه په اوس کې لومړیتوب ستر ښارونه، هوایي ډګرونه او بندرونه لري، نه هغه ولسوالۍ چې له مالي او پوځي اړخه یې ساتل ګران تمامیږي؛ اما دا هم د حل لار نه ده، ځکه که نن ورځ طالبانو ولسوالۍ ونیولې سبا پر  ښار، هوایي ډګر او بندی هم بریدونه کوي چې په خپله د راتلونکې لپاره خطرونه رامنځته کوي.

داسې ښکاري چې د یوې پټې معاملې پر اساس یو زیات شمیر ولسوالۍ طالبانو ته پرېښودل کیږي او ښارونه، هوايي ډګرونه، لویې لارې او بندرونه به د حکومت په کنټرول کې وي، چې که چیرته د سولې خبرې ناکامې شي او بیا هم یوازینۍ لار جګړه غوره شي، بیا خو دولت په‌خپله خپلې پښې په تبر وهلي دي او دا د ښارونو د سقوط لپاره طالبانو ته مناسب فرصت، کافي منابع او پراخې سیمې په واک کې ورکوي.

که چیرته همداسې ولسوالۍ د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لاس په لاس کیږي، دا په خپله یوه فاجعه ده، چې دوام یې په هیڅ صورت د هیواد په ګټه نه دی، ځکه خو ټینګار لرو چې د افغانستان حکومت باید د بیلایبلو بهرنیو لوریو په مرسته پر طالبانو فشار راوړي چې له جګړې لاس پر سر او د سولې خبرو ته حاضر شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق