خبرهای مرتبط

جمع

تاجیکستان کې پر افغانستان امنیتي غونډه ده؛ د امریکا شارژدافیره هم ورغلې

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي د «هرات امنیتي خبرو کې» د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې ده.

برخی فعالان حقوق زنان افغان: حق بلند کردن صدای دادخواهی از ما گرفته شده ‌است

در حالی‌که کمپاین ۱۶ روزۀ جلوگیری از خشونت علیه زنان و اعتراضات مربوط به آن در شماری از کشورهای جهان در حمایت از زنان افغان جریان دارد، فعالان حقوق زنان در افغانستان می‌گویند که حق بلند کردن صدای دادخواهی از آنان گرفته شده و روز به روز ضعیف‌تر می‌شود.

انتخاب سخت افغان‌ها؛ تهیۀ سوخت زمستان یا غذا

رئیس بخش عملیاتی صلیب سرخ با اشاره به بحران انسانی وخیم در افغانستان گفت: خانواده‌ها در این کشور با انتخاب غیرممکن بین تهیه سوخت برای گرم نگه‌داشتن خود و یا تهیه غذا مواجه هستند.

انتقاد کارشناسان سازمان ملل از مسدود ماندن مکاتب دختران در افغانستان

گروهی از کارشناسان حقوق بشر سازمان ملل در بیانیه‌ای...

سرگردانی نیروهای ویژۀ افغان در آمریکا

وب‌سایت «اینترسپت» در گزارشی ضمن ارائه اطلاعات بیشتر از...

هر افغان مشر دې خپل مسوولیت ادا کړي!

بسینا میدانوال

له هغې ورځې چې بهرني ځواکونو له افغانستان وتل پیل کړي، په ټول افغانستان کې له خلکو سره د نظام د پاشل کیدو او د وضعیت ته خرابیدو اندېښنې هم پیدا شوي دي. په دې موده کې ګڼ شمیر افغانانو وطن پرېښود او یو زیات شمیر همدا اوس د وطن د پرېښودو په هڅه کې دي، څو مخکې له مخکې یې په بهر کې د اوسیدو لپاره ځای ځایګي برابر کړي. کاروبار ودرید او په هیواد کې پانګه اچونې صفر ته تقرب وکړ. له ښځو، ځوانانو، لږکیو او د دې ټولنې له بیلابیلو اقشارو سره د هیواد  د راتلونکې په اړه ژورې اندېښنې پیدا شوې، چې په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت یې تر حد زیات اغیز وکړ او آن افغانۍ هم د ډالر پر وړاندې ارزښت له لاسه ورکړ.

په دې حساس وخت کې یو مشر او سیاسي شخصیت رامخته نه‌شو چې ملت ته ووايي چې افغانستان په کوم لوري روان دی؟ له ولسمشر غني څخه خلکو بار بار وغوښتل چې یو ځل راووځي او ملت ته وضاحت ورکړي چې بالاخره چیرته روان یو، خو د ولسوالیو د پرله‌پسې سقوط او نورو مهمو مسایلو په اړه یې لا هم وضاحت نه دی ورکړی او ملت ته یې په دې حساس وخت او مهم وخت کې هیڅ ډول ډاډ نه دی ورکړی.

اما د هیواد پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د همیش په څیر یو ځل بیا د ملت پر وړاندې خپل مسوولیت احساس کړ او ډاډ یې ورکړ چې وضعیت ښه کیدونکی دی او سوله په هر ډول چې وي راتلوکې ده. نوموړي پر ټولو لوریو په ځانګړې توګه پر طالبانو او حکومت غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي، د سولې فرصت ضایع نه کړي او افغانستان له روان وضعیت څخه وژغوري. کرزي حکومت، طالبان، افغانان مشران او سیاسیون، ښځې او ځوانان خپلو مسوولیتونو ته متوجه کړل چې که وغواړي د دې هیواد لپاره هر څه کولی شي.

 د پخواني ولسمشر پرونۍ وینا کې د ملت لپاره ډېر څه پراته وو او ملت او خلک یې ډاډه کړل چې وضعیت ښه کیدونکی دی او د بهرنیو استخباراتو او کورنیو مغرضو کړیو په اشاره د وضعیت د خرابوالي او د خلکو د اندېښنو د زیاتیدو لامل نه‌شي. د حامد کرزي په شان د افغانستان ټولو سیاسونو او آن د طالبانو مسوولیت لري چې د هیواد د راتلونکې په اړه ملت ته ډاډ ورکړی چې دا نظام او دا وطن به بیا نه نړیږي او خلک به یې په ګاونډیو هیوادونو او پردیو ښارونو کې سرګردانه او لالهانده نه ګرځي. که هر څوک دغسې خپل مسوولیت درک کړي او د دې وطن د خیر په خاطر سره لاس ورکړي، له شک پرته چې دا وطن دایمي سولې او د پام وړ پرمختګ ته رسیدای شي.  

Writer: Safiullah Mulakhail

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق