خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

قطر ته د عبدالله په مشرۍ د باصلاحیته افغان سیاستوالو د پلاوي سفر

حامد کرزی: له دې پلاوي په بشبړ ډول ملاتړ کوي او پلاوی په بشپړ صلاحیت په خبرو کې ګډون کوي

عبدالله عبدالله: سوله د ولسواليو د لاس په لاس کېدو له لارې نهشی ترلاسه کېدلی، بلکې د مېز پر سر د مذاکراتو له لارې راځي

له طالبانو سره د خبرو لپاره د ملي مصالحې د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د افغان سیاسیونو پلاوی جمعي په ورځ دوحې ته روان شو، څو د طالبانو له استازو خبرې وکړي او د سولې ولاړ حالت ته د حل یوه لار ومومي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزي دې پلاوي سره د خدای په امانۍ لپاره له دې پلاوي سره تر هوايي ډګره ولاړه او رسنیو ته یې هلته وویل چې له دې پلاوي په بشبړ ډول ملاتړ کوي او پلاوی په بشپړ صلاحیت په خبرو کې ګډون کوي.

د پلاوي په ترکیب کې چې له کابل څخه د دوحې پر لوري روان شول، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي جلا شوې برخې مشر او د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور، د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي غړی باتور دوستم، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري او یو شمېر نور کسان شامل دي.

او په پام کې ده چې په دوحه کې د ځینو نورو کسانو ترڅنګ له معصوم ستانکزي او سلام رحیمي څخه یو تن په دې پلاوي کې شامل شي. بل پلو پخوانی ولسمشر حامد کرزی،ګلبدین حکمتیار،  یونس قانوني او صلاح الدین رباني چې ټاکل شوې وه د پلاوي په ترکیب کې دوحې ته ولاړ شي، نه دي تللي.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن د کابل هوایي ډکر کې خبریالانو ته وویل، خوښ دی چې داسې یو پلاوي دوحې ته سفر کوي چې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوي. ده زياته کړه، دغه پلاوی دوحې ته سفر کوي او هلته به ورسره د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي هم مل شي.

د هغه په وينا، سره له دې چې اوسمهال په هېواد کې جګړو زور اخیستی او له ۴۲ کلونو راهيسې په افغانستان کې جګړه روانه ده، خو اوس هم فرصت شته دی چې د سولې خبرې یوې پایلي ته ورسیږي. ده هيله مندي وښوده چې طالبان له دې فرصت څخه استفاده وکړي ترڅو د خلکو درد او کړاو پای ومومي. عبدالله عبدالله ټينګار وکړ چې سوله د ولسواليو د لاس په لاس کېدو له لارې نه شی ترلاسه کېدلی، بلکې د مېز پر سر د مذاکراتو له لارې راځي.

همداراز مخکيني ولسمشر حامد کرزي چې وويل، په دې پړاو کې لازمه وبلل شوه چې له افغانستان څخه يو لوړبوړی او باصلاحيته پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته لاړ شي.

د راپورونو له مخې، تر دې مخکې ۱۱ سیاستوالو ته بلنه ورکړل شوې وه او پرون د ملي مصالحې عالي شورا مرستیال اسدالله سعادتي ویلي و چې «ډېر ژر به ان شاءلله موږ د دې شاهدان واوسو چې لاسته ‌راوړنه به ولرو یا لږ تر لږه د سولې لپاره به د طالبانو په دریځ پوه شو.» هغه زياته کړې وه چې د افغان سیاسیونو او طالبانو مشرانو ترمنځ خبرو کې به په اوربند هم خبرې وشي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق