خبرهای مرتبط

جمع

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

دوحه کې د سولې مذاکراتو لومړۍ ورځ

عبدالله عبدالله: که د سولې له شته فرصته استفاده ونه‌شي، دواړه لوري به د خدای پر وړاندې مسوول وي

عبدالغني برادر: په افغانستان کې د ستونزو د حل یوازینۍ لار د پیاوړي او خپلواک اسلامي نظام جوړیدل دي

مجروح: د دوحې د سولې دغه ناسته په افغانستان کې د یوه معقول سیاسي مشارکت په هدف جوړه شوې ده

په دوحه کې د افغان سیاسي مشرانو او طالبانو د استازو ترمنځ دوه ورځني مذاکرات پرون شنبه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شول. دغه مذاکرات به نن یکشنبه هم ادامه ولري.

د ملي مصالحې عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې وویل، د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او ټینګار یې وکړ چې د روانې جګړې پای ته رسیدل یوازې د خبرو له لارې امکان لري.

نوموړي ویلي چې پوځي لاره پرته له درد او غمه بله پایله نه لري او تینګار یې کړی چې که د سولې له روان فرصته استفاده ونه‌شي او ضایع شي دواړه لوري د خدای پر وړاندې مسوول دی. ډاکټر عبدالله زیاته کړه، پلاوی د افغانستان د ټولو خلکو استازولي کوي او په هره موضوع د بحث بشپړ صلاحیت لري.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وویل: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د لوړو پوړو پلاوو ترمنځ خبرې په دوحه کې شروع شوې، دواړو مشرانو مذاکرات حل لاره وبلله او د خبرو پر دوام او چټکتیا یې ټینګار درلود. ډاکټر صاحب عبدالله وویل چې راغلی پلاوی د افغانستان د ټولو سیاسیونو او د دولت د رهبرۍ استازیتوب کوي او راغلي دي چې پر اساسي موضوعاتو باندې بحث وکړي او د دې صلاحیت هم لري. وروسته له هغه چې افتتاحیې مراسم پای ته ورسیدل د دواړو طرفونو ترمنځ اووه کسیزو ډلو بحثونه پيل کړل او دوام به لري.»

په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی وايي چې دغه ناسته د سولې مذاکراتو د پیاوړتیا او د افغانستان د راتلونکې لپاره یوه معقول او ټول شموله سیاسي مشارکت په هدف جوړه شوې ده. د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوی غړی غلام فاروق مجروح وايي: «ناسته چې د افغانستان د سولې خبرو د تقویت او ټولشموله او معقول سیاسي مشارکت په هدف د قطر په دوحه کې جوړه شوه، د ډاکټر عبدالله عبدالله او ملا عبدالغني برادر په خبرو پیل شوه.»

د طالبانو د پلاوی مشر ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې ویلی چې د افغانستان د ستونزو د حل یوازینۍ لاره د خپلواک اسلامي  نظام جوړیدل د افغانستان د ستونزې د حل یوازینۍ لار وبلله. هغه وویل چې د خپلواک نظام لپاره باید دواړه خواوې له خود خواهۍ تیر شي، څو بې باورې ختمې شي.

په قطر کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم ویاند محمد نعیم هم وايي چې د پرانیستې مراسمو د امن په فضا کې ترسره شول. هغه زیاته کړه، «خلاصه دا چې ناسته پر دې راڅرخیدله چې د هیواد ستونزې اوارې شي او د څه لپاره چې دې ولس قربانۍ ورکړي دي چې هغه یو اسلامي خپلواک نظام دی چې په هیواد کې رامنځته شي. دا د ټولو افغانانو او د ټول ولس غوښتنه ده او د دې لپاره یې د څلویښتو کلونو راهیسې قربانۍ ورکړي دي.»

طالبان وايي چې بین الافغاني مذاکرات له نږدې لسو میاشتو راهیسې روان دي، ځینې ستونزې شته، خو هغسې چې توقع کیدله پرمختګونه ونه شول، خو په خبره یې بیا هم هیله مندي شته. د طالبانو د قطر دفتر غړی سهیل شاهین وايي: «د هغوی مشرانو ته ضرورت و چې دلته راشي، په اساسي موضوعاتو خبرې وکړو، په دې پروسه کې تحرک راشي، ترڅو یوه سوله‌ییز حل ته زر ورسیږو او د هغه په نتیجه کې موږ یو افغان شموله اسلامي نظام ولرو.»

د پرانیستې مراسمو تر پای ته رسیدو وروسته د دواړو خواوو اووه کسیزه ټیمونو پر اساسي مسایلو بحثونه پيل کړل. د افغان سیاستوالو په اووه کسیز پلاوي کې عبدالله عبدالله، عطا محمد نور، معصوم ستانکزی، فاطمه ګیلاني، سلام رحیمي، کریم خلیلي او باتور دوستم شامل دي. د طالبانو په اووه کسیز پلاوي په ترکیب کې د ملا عبدالغني برادر، شیخ عبدالحکیم، حنفي او شهاب الدین دلاور نومونه راغلي دي.

په پام کې ده چې نن د یکشنبې په ورځ دواړه خواوې بیا هم پر مهمو مضوعاتو خبرو ته دوام ورکړي او ګډه اعلامیه خپره کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق