خبرهای مرتبط

جمع

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

گلبدین حکمتیار: پاسخ به اسرائیل حق مسلم ایران بود

گلبدین حکمتیار، رهبر حزب اسلامی طی پیامی تصریح کرد:...

فضا ته د بشر د سفر نړیواله ورځ: ‘پښتو څلورمه ژبه ده چې فضا کې ویل شوې’

په افغانستان کې د ملګر ملتونو مرستندویه ماموریت "یوناما"...

لوېدیځ هیوادونه او نړیوال سازمانونه: افغان حکومت او طالبان باید د انتقالي حکومت د ترتیباتو په اړه هوکړه وکړي

«موږ پر ټولو لوریو غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي خلکو ساتنه وکړي.»

«د شخړې د حل لپاره پوځي حل لار نه‌شته او په افغانستان کې د روز له لارې جوړ شوي حکومته ملاتړ نه کوو.»

عمر ساپی: نړیواله اجماع او نړیوال فشارونه پر طالبانو تاثیر لري، ځکه د نړیوال مشروعیت تر لاسه کولو په هڅه کې دي

د امریکا په شمول یو شمیر لوېدیځو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغان حکومت او طالبانو غوښتنه کړې ده چې د انتقالي حکومت د ترتیباتو په اړه هوکړه وکړي.

د امریکا په شمول د اروپايي ټولنې هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د جولای په ۲۲مه نېټه د ایټالیا په روم کې د افغانستان پر وضعیت او په دوحه کې په لوړه کچه د جمهوریت او طالبانو ترمنځ په لوړه کچه د تېرې اوونۍ غونډې په تړاو خبري کړي او د افغانستان د ستونزې د حل یوازینې لاره یې سیاسی توافق بللی دی.

دوی په یوه شپاړس ماده يي مشترکه اعلامیه کې له حکومت او طالبانو غوښتي دي چې تاوتریخوالی کم کړي او د انتقالي حکومت ترتیباتو په اړه هوکړه وکړي او د انتقالي په چوکاټ کې باید ټول افغانان ځانونه شامل وبولي.

د یادو هیوادونو او نړویالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «موږ له دواړو لوریو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان د راتلونکي نوي حکومت لپاره د دایمي او هراړخیز اوربند، اساساتو او وروستي سیاسي جوړجاړي ته رسیدو پورې د انتقالي حکومتدارۍ تریتیباتو په اړه هوکړه وکړي. موږ ټینګار کوو چې د انتقالي حکومتدارۍ هر ډول بندوبست باید ټول شموله وي.»

په دې اعلامیه کې راغلي چې دوی پر دواړو لوریو غږ کوي چې نور جدي مذاکراتو ته داخل شي: «موږ پر ټولو لوریو غږ کوو چې تاوتریخوالی کم کړي او د ملکي خلکو ساتنه وکړي او له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې بریدونه کم کړي. د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو قربانۍ ستایو.»

په دې اعلامیه کې راغلي چې د شخړې د حل لپاره پوځي حل لار نه‌شته او دوی به د امنیت شورا د ۲۵۱۳ پرېکړه لیک پر بنسټ چې په ۲۰۲۰ کال کې خپور شوی افغانستان کې په زور جوړ شوي حکومت نه ملاتړ ونه کړي: « موږ د طالبانو د استازو او جمهوریت ترمنځ د لوړې کچې له مذاکراتو هرکلی کوو او باور لرو چې راتلونکي ناستې باید اصلي مسایلو باندې متمرکزې وي، ځکه دا ناستې یو جامع سیاسي جوړجاړي ته در سیدو لپاره بنسټیزې دي. موږ له طالبانو او د جمهوریت له لوریو غواړو چې جدي مذاکرات وکړي او  د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره د اوربند د ژر ټینګیدو غوښتنه کوو.»

د لوېدیځو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په دې ناسته کې همدا راز ټینګار شوی چې دوی به د افغان دفاعي او امنیتي برخو ترڅنګ د افغانستان د یو شمیر نورو مهمو بنسټونو ملاتړ ته په مشروط ډول دوام ورکړي او له افغانستان سره به مرسته پر دې پورې مشروطه وي چې ښه حکومتولي وي، قانون او بشري حقونو ته ژمنتیا وي، فساد سره مبارزه ګړندۍ شي او تیرې لاسته راوړنې وساتل شي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي چې نړیوال که له افغان لوریو دغه ډول غوښتنې کوي، نو باید پر هغو هیوادونو هم فشار راوړي چې د روانې جګړې شا ولاړ دي.  

د کندوز پخوانی والي او د سیاسي چارو شنونکی محمد عمر کابل نیوز ته ویلي: «په دې کې شک نه‌شته چې نړیواله اجماع او نړیوال فشارونه پر طالبانو تاثیر لري، ځکه طالبان هم له ډېرې مودې نه راپه‌دې‌خوا په دې هڅه کې دي چې نړیوال سیاسي مشروع پیدا کړي او د دوی مشران له تور لیست څخه ووځي.»

شنونکي زیاتوي: «دغه اعلامیه بل څه نه دي، فقط همدا چې که چیرته سوله پرمختګ ونه کړي، ځینې انکشافي مرستې قطع کوي، یوازې بشري مرستې به کوي، دغه  اعلامیه پر طالبانو هیڅ دول تاثیر نه کوي، ځکه طالبانو ته په دې اعلامیه کې څه وعده نه ده ورکول شوې.»

د لوېدیځو هیوادونو له اعلامیې وروسته ملګرو ملتونو سازمان هم په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې تراوسه هم نه دي ختمې شوي، د داعش ډله یوځل بیا د راپورته کیدو په حال کې ده او د القاعده ډلې مشر هم په افغانستان کې دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق