د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې له دوام سره هممهاله طالب ډلې ویلي چې افغانستان کې د سولې د ټینګښت یوازینۍ لار د ولسمشر غني ګوښه کېدل او د یوه نوي حکومت جوړېدل دي. یوشمېر شنونکي بیا وایي چې حکومت او طالبان دواړه د سولې ټینګښت او د جګړې پای ته رسولو لپاره ناشونې شرطونه وړاندې کوي. خو افغان حکومت له هر څه وړاندې د وژنو پر درېدو ټينګار کوي او وایي چې د افغانستان د اوسېدونکو لومړیتوب روان وحشت ته د پای تکی کېښودل دي.
په همدې حال کې د سیاسي چارو یوشمېر شنونکي په دې باور دي چې دواړه لوري ناشوني او نه پلي کېدونکي شرطونه وړاندې کوي چې د هېواد د روانې جګړې د ختمولو توان هم نه لري. د سیاسي چارو شنونکی رحمتالله بېژنپور سلام وطندار ته ویلي، چې د سولې روانې خبرې اغېزمنې نه وې او د غېرې مسوولانه او د اجنډا د نه شتون له کبله بې پایلې پاتې دي. نوموړی ټينګار کوي چې د هېواد روان ناورین ته د هواري لپاره باید درېیمه لار ترلاس لاندې ونیول شي.
هغه وویل: «درېیمه لار باید شتون ولري، درېیمه لار یو ځواک دی چې هم د جګړې او هم د سولې په اړه نوی نظر ورکړي. جګړه ودروي او ملي، سیمهییز او نړیوال څار رامنځ ته کړي.» په ورته مهال د سیاسي چارو یو بل شنونکی آصف اشنا هم وایي چې د طالب ډلې د ځواک غوښتنه او ورسره د جګړې او سولې په برخه کې د حکومت ګونګ دریځ د دې لامل شوي چې تراوسه د سولې خبرې بې پایلې پاتې شي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لوري د بریدونو د زیاتوالي او د دغې ډلې له لور د یوشمېر ولسوالیو د نیولو په درشل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ له طالبانو سره د خبرو لپاره په یوه دوه ورځني سفر دوحې ته لاړ. په دغه ناسته کې چې تمه کېده پراوربند به هوکړه وشي. د دواړو لوریو لهخوا یوه دوه اړخیزه خبرپاڼه خپره شوې چې پکې د خبرو پر دوام، د بنسټیزو زېرمو د خوندیتوب او د ملکي وګړو د مرګژوبلې پر مخنیوي هوکړه شوې ده.