خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

د طالبانو نظامي پرمختګونه د سولې روان بهیر ګواښي!

بسینا میدانوال

د سولې لپاره د بې معنا خبرو پر دوام، جګړه هم خورا سخته شوې ده. طالبانو خپل ټول توان په کار اچولی چې زیاتې سیمې او مهم ځایونه تر کنټرول لاندې راولي. د شیرخان بندر، سپین بولدک، اسلام قله او ابونصر فارابي بندورنو تر نیولو وروسته یادې ډلې د ښارونو د نیولو لپاره هم پلانونه طرحه کړي دي.

تازه له هراته راپورونه وايي چې په دغه ښار کې له طالبانو سره درنه جګړه روانه ده او طالبانو د جګړې لومړی خط مات کړی او یو شمیر مهمو سیمو ته داخل شوي دي. په دې جګړه کې پخوانی جهادي قوماندان تورن اسماعیل خان هم برخه اخیستې ده. ویل کیږي چې د تورن اسماعیل خان د یوه ساتونکي په ګډون دواړو لوریو ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

تر هرات مخکې په کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، کندوز، تخار او یو شمیر نورو ولایتونو کې یې هم پر ښارونو درانه بریدونه ترسره کړي، چې تر سختو جګړو وروسته طالبانو شاتګ کړی؛ اما د طالبانو دغه ډول پرمختګ او شا تګ د دې ډلې د ناکامۍ په معنا نه شي حسابیدای، بلکې دغه ډله پر یوه ښار برید کوي او د خپلو موخو تر لاسه کولو وروسته ژر سیمې پریږدي او ځي.

په ګڼو ولسوالیو، ولایتونو او ښارونو کې همداسې صحې رامنځته شوي چې طالبان ښار او ولسوالۍ ته داخل شوي، خو د خپلو اهدافو له تر لاسه کولو وروسته بیرته ستانه شوي. یا یې خپل زنداني جنګیالي خوشې کړي، یا یې ودانۍ الوځولي او یا یې مهمات او وسایط تر لاسه کړي او بیرته په بیړه له ښاره وتلي دي، چې په حقیقت کې دا د طالبانو بریا ده، ځکه دوی د ښار د نیولو ستراتيژي نه لري، بلکې دوی د مهماتو تر لاسه کولو لپاره دغه کار کوي چې په راتلونکې دا د ښارونو د دایمي سقوط لپاره زمینه برابرولی شي. کله چې طالبان په کافي اندازه، وسلې، مهمات او نظامي وسایط تر لاسه کړي، د ښارونو د سقوط لپاره یې منابع زیاتیږي او ممکن تر څو میاشتو وروسته د ښارونو د دایمي سقوط فکر هم ورسره پیدا شي، چې دا خورا زیات خطرناک کار دی.

د افغانستان دولت که چیرته د طالبانو د پرمختګ مخه ډب نه کړي، لرې ده چې دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره شي. هر څومره چې طالب د جګړې په ډګر کې د بریا چانس تر لاسه کوي د سولې خبرې ورته بې معنا کیږي، ځکه د نړۍ جګړو دا ثابته کړې چې سوله هغه څوک کوي چې له بشپړې بریا نا هیلي شي. طالبان هم له امریکایانو سره ځکه خبرو ته حاضر شول چې درک یې کړه چې د زور له لارې بریا نه شي موندلی، نو یې له امریکایانو سره دوحه کې اوږدې خبرې وکړې او کله یې چې د یادو خبرو له طریقه د دې زمینه برابره کړه چې پیاوړي شي او په نړیوال ستیج مطرح شي، اوس یې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړې ته زور ورکړی. دوی اوس په دې باوري دي چې جنګ کې بریا له پوځي لارې تر لاسه کوي، نو له جمهوریت سره په خبرو وخت نه ضایع کوي.

 اما اوس د جمهوریت د لوري وار دی چې په جدي مقاومت سره وکړای شي د طالبانو د پرمختګونو مخه ډب او دغه ډله د سولې خبرو ته حاضره کړي، ترڅو لا اقل وکړای شي د تېرو شلو کلونو په جریان کې د زړه په وینو جوړ شوی نظام دوام ومومي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق