خبرهای مرتبط

جمع

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان: در یک سال گذشته 10 رسانه در کشور مسدود شده است

همزمان با روز ملی خبرنگار، اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان...

د ملکي تلفاتو لوړوالی؛ ایا لا هم پر جګړه‌ییز حل باور موجود دی؟!

لیکوال: صفی‌الله ملاخیل

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان ۲۰۲۱ کال لومړۍ نیمايي د افغانستان جنګ جګړو کې ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې راپور خپور کړی. په دې راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېټې افغانستان کې په ۱۵۹۴ امنیت ضد پېښو کې ټولټال ۵۳۲۱ ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. له دې ډلې ۱۶۷۷ تنه وژل شوي او ۳۶۴۴ ټپیان دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د راپور له مخې سږ کال ملکي مرګ‌ژوبله د تېر (۲۰۲۰) کال د همدې مودې د ملکي مرګژوبلې پرتله ۸۰ سلنه لوړه ده. د جګړو له امله د ملکیانو مرګ‌ژوبله په داسې مهال زاتیږي چې د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم روانې دي او تمه ده چې روانه جګړې ته سیاسي حل لار ولټول شي.

اما د سولې خبرو تر بریالي کیدو مخکې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو د سولې پروسه له خورا ستر بحران سره مخ کړې ده. ټاکل شوې وه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به بین الافغاني خبرې چټکې او روانه جګړه به کمه شي، خو لیدل کیږي چې نتیجه برعکس راووته او طالبانو د ولسوالیو تر نیول کیدو وروسته اوس پر ښارونو بریدونه پيل کړي دي.

که څه هم طالبانو له امریکا متحده ایالتونو سره ژمنه کړې چې پر ښارونو به بریدونه نه کوي، اما که چیرته د سولې پروسه لږ نوره اوږده شي، ممکن له دغې ژمنې هم په شا شي او عملا د ښارونو د لاندې کولو ستراتيژي اختیار کړي. دغې ډلې یوازې په وروستیو دوه اوونیو کې د قلعه نو ښار ترڅنګ، پر هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو پراخ بریدونه کړي چې له امله یې ګڼ شمیر خلک زیانمن شوي او ګڼې کورنۍ د کورونیو پېښودو ته اړ شوي دي.

دې‌خوا حکومت بیا د جګړې د شپږ میاشتنۍ ستراتيژۍ خبره کوي او ټینګار لري چې د لومړیتوبونو په پيژندلو او د قوې به اغیزمنه توګه کارولو سره به د جګړې ډګر د دولت په ګټه تغییر وکړي او د درې تر شپږو میاشتو په موده کې به دولت له طالبانو ټول مهم او ستراتيژيکو ځایونه بیرته ونیسي او دغه ډله به سخته وځپي.

که چیرته د طالبانو او افغان حکومت د جګړې نغارې واوریدل شي، نو د سولې روانې خبرې د ناکامۍ پر ګړنګ ولاړې دي چې په ډېر لږ ټګان به جګړه لا شدیده او د سولې هیلې له به خاورو سره خاورې شي. اما حقیقت دا دی چې د افغانستان لپاره جګړه نور د حل لار نه ده او نه هم له دغې لارې بریا تر لاسه کیدای شي، بلکې دواړه لوري باید په دې اړه په واقعبینانه فکر سره هیواد له روان بحرانه وژغوري.

Writer: Safiullah Mulakhail

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق