خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

نوم د حق مو دی رهبر؛وایو الله اکبر؛ وایو الله اکبر

لیکوال: میرویس یوسفی

پر ښارونو د طالبانو د بریدونو پر دوام، له ځو ورځو راهیسې هرات ښار هم د دغې ډلې له خونړي برید سره مخ دی او دا څه کم یوه اوونۍ کیږي چې پر دغه ښار د طالبانو د برید پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو او هراتیانو له لوري مقاومت روان دی.

وړمه شپه په هرات ښار کې ښاریانو د طالبانو د جګړې پر وړاندې د مقاومت نوې طریقه انتخاب کړه. دوی نارینه او ښځینه، سپن ږیري، ځوانان او ماشومان د خپلو کورونو بامونو ته پورته شوي او په یوه غږ یې تر سهاره د الله اکبر سپېڅلې ناره پورته کړې او خپل رب ته یې د طالبانو له ظلم او جبره شکایت کړی.

دوی له دې چیغې دوه اهدافه لرل، یو دا چې طالبانو ته څرګنده کړي چې تاسې چې پر کوم ښار برید کړی، په کې ټول اوسیدونکي مظلوم مسلمانان دي. دوهم هدف یې دا و چې خپلو ښاریانو او خپلو مدافعینو او خپلو امنیتي ځواکونو ته دا روحیه ورکړي چې تاسې د مسلمانونو د ساتنې او د حق د هغې پاکې او کامګارې لارې لارویان یاست چې د جنت په لوري منتهي کیږي.

هراتیاینو په الله اکبر سره خپلو سرتیرو او مقاومتیانو ته وویل چې تاسې د دې خاورې د عزت، شرف او ناموس د ساتنې لپاره خپل سر په لاس کې نیولی او که بریالي شوئ، غازیان یاست او که مو سر بایلود، نو له شک پرته چې پاکترین شهیدان یاست. دوی په دې نارې سره افغان غازیانو ته وویل چې روحیه مه بایلۍ او د ګاونډي د یرغل پر وړاندې د فولادو د غره په شان ودریږۍ او هیواد مو له ماتیدو او نړیدو وژغورئ.

د الله اکبر د نارې یوه ګټه دا هم وه چې طالب جنګیالیو ته یې ثابته کړه چې دوی مسلمانان وژني او کوم څه چې د پاکستان د مدرسو په درسي لکچرونو کې ورته د افغانستان او د دې خاورې د خلکو په اړه ویل شوي، پوچ او بې معنا دي او ابتدا تر اوسه یې چې د اسلام تر نامه لاندې کړي، له جنایت پرته بل څه نه دي.

د هرات خلکو د تاریخ په اوږدو کې میړانې ترسره کړي دي. د دغه ولایت خلکو د ۱۳۵۴ د کب میاشتې به ۲۴ د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې هم په ورته توګه مبارزه پیل کړه چې بالاخره له سرښندنو او مجاهدو وروسته نه یوازې هرات د شوروي له یرغل څخه نجات وموند، بلکې ټول ملت ازاد شو او د ټول افغانستان په غرو رغو د ازادۍ وږمه خوره شوه.

اوس افغانستان له بل یرغل سره مخ دی. داسې یرغل چې تر پخوانیو ډېر خونړی او وحشیانه دی. دا یرغل د اسلام او دین په جامه کې دی. هغه یرغل د هیواد له شمال لوري او د نامسلمانو له لوري شوی و، خو دا یرغل له جنوبه پر افغانستان شوی او د اسلامي او مسلمان په جامه کې شوی او د شمال تر یرغله سل ځله نارواتر ځکه دی چې یرغلګر ځانونه مسلمانان او د اسلام د لارې پرښتې بولي، خو تر ځانه پاکترین، معصوم ترین، وطندوست ترین او اسلام دوست ترین مسلمانان وژني. هغه مسلمانان چې د تاریخ لسګونه پيړۍ یې پلرونو او نیکونو د اسلام مبارک دین د خپریدا، پراختیا او غوړیدا لپاره زیار او زحمت ایستی او د همدغه دښمن خاوره هم د همدغو مظلومو او پاکو مسلمانانو له لوري په اسلام مقدس دین تنویره شوې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق