خبرهای مرتبط

جمع

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان: در یک سال گذشته 10 رسانه در کشور مسدود شده است

همزمان با روز ملی خبرنگار، اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان...

د بیان آزادي مه خفه کوئ!

لیکوال صفی‌الله ملاخیل

د جګړو له زیاتیدو سره په افغانستان کې د بیان ازادي هم له سترو ګواښونو سره مخ ده. پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دواخان مینه پال د طالبانو په برید کې ووژل شو. له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ریاست په کندهار او طالبانو په هرات کې د رسنیو کارکوونکي نیولي وو. طالبانو که څه هم په هرات کې د پژواک ژانس خبریال له نیولو وروسته سمدستي خوشې کړ، خو د ملي امنیت له لوري په کندهار کې نیول شوي خبریالان لا هم بندیان دي. حکومت یاد خبریالان له مخالفینو سره د همکارۍ په تور نیولي دي.

تر دې وړاندې هم د دواړو خواوو څخه ګڼ خبریالان یا وژل شوي او یا هم ځورول شوي، چې دغه ډول کړنې د خبریالانو او د بیان د ازادۍ پر وړاندې جدي ګواښونه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، لرې نه ده چې د افغانستان د خلکو دغه حق هم ورو ورو ځینې واخیستل شي، چې دوام یې په هیڅ صورت د بیان د ازادۍ په ګټه نه دی او ممکن هیواد د استبداد په لوري حرکت وکړي چې د هیڅ لوري په ګټه نه دی، ځکه افغانستان په تېرو شلو کلونو کې یوازينۍ لاسته لاوړنه د بیان ازادي ده چې په نړیوالو ستیجونو د افغانانو او نړیوالو له لوري مطرح کیږي. اما ښکاري چې افغانستان د جګړې په دوام او شدت سره ورو ورو د استبداد په لوري روانیږي چې بیا به هیڅوک د ویلو او خبرو حق ځان ته له ویرې نه ورکوي.

خبریالان، د نظرخاوندان او متنقدین دمګړۍ هم له دې ویرې چې بندي نه‌شي او زنداني نه‌شي له خبرو او تبصرو ډډه کوي او که چیرته له دواړو خواوو د رسنیو پر کارکوونکو او همکارانو بریدونه زیات شي، لرې نه ده چې ټولې رسنۍ وتړل شي او هیڅوک د نظر څرګندولو ته زړه ښه نه کړي. همدا اوس هم په ټول هیواد کې لسګونه رسنۍ تړل شوي او لسګونه خبریالان یا بې کاره شوي، یا له هیواده تښتې ته اړ شوي او یا هم د طالبانو او حکومت له لوري نیول شوي او ربړول شوي.

رسنۍ دمګړۍ د حقایقو او روانې جګړې د نامشروعیت د ثابتولو لپاره ډېر کار کړی دی او په پوره هڅه یې د افغانانو او نړیوالو اذهان روښانه کړي او د روانې جګړې د پلیتوالي په اړه کافي مسوولیت ادا کړی او نباید خبریالان په دغه شان فجیعه توګه ووژل او له صحنې لرې شي.

Writer: Safiullah Mulakhail

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق