خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د امریکايي ځواکونو ایستل؛ د امریکا سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې غونډه پيل شوه

د امریکا د سنا جرګې د پوځي خدماتو په کمېټه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د څرنګوالي په اړه غونډه پيل شوې ده.

د آزادی رادیو په وینا، دې جلسې ته د امریکا د سناتورانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ استېن، د لوی درستیزانو د کمېټې مشر مارک میلي او د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال فرانک مک‌کنزي ورغوښتل شوي.

له دوی به په افغانستان کې د پوځي مأموریت د پای ته رسولو او د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په راتلونکو لارو چارو پوښتنې کېږي.

د طالبانو لاس ته د افغانستان تر لوېدو او د امریکا له راوتلو وروسته دا لومړی وار دی چې د امریکا د پوځ مشر او دفاع وزیر سنا جرګې ته د مأموریت د پای ته رسولو او راتلونکو پلانونو په اړه ځواب وايي.

دوه اوونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره د سنا جرګې له سختو نیوکو سره مخ شو او ځینو ان د هغه د استعفا غوښتنه وکړه.

امریکا د اګسټ له ۳۰مې مخکې خپل ټول عسکر او لسګونه زره افغان همکاران او د هغوی کورنۍ له افغانستانه وایستل.

خو لوړپوړو ډیموکراتانو له هغې ډلې ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو له بهیره دفاع کړې ده.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق