خبرهای مرتبط

جمع

مشکلات مهاجرین افغان در ایران؛ عدم پرداخت حقوق کارگران افغان توسط شهروندان این کشور

مهاجران افغان در ایران حکایت از برخورد نامناسب مردم...

هغه ورځ چې آلمان کې د مسجدونو دروازې د ټولو پر مخ خلاصې وي

په آلمان کې د دغه هېواد د بیا يووالي...

په اسلام اباد کې پاکستاني پولیسو ۸۰۰ افغان کډوال نیولي

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې امنيتي ځواکونو د...

محرومیت بیش از یک‌میلیون مادر و کودک از کمک‌های غذایی در افغانستان

برنامۀ جهانی غذا در گزارشی اعلام کرد بیش از...

یک‌ساله‌گی حمله بر آموزشگاه کاج

روز گذشته (8 میزان) مصادف بود با یک‌ساله‌گی حمله...

ملا یعقوب: پر کونړ بریدونه مو د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړي

د اسلامي امارت حکومت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب وايي چې افغانستان اوس مهال له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.

نوموړي نن یکشنبه ( غوايي څلورمه) د اسلامي امارت د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر د مړینې نهم تلین په مناسبت غونډې ته وینا کې وویل چې د اسلامي امارت حکومت د نړۍ او ګاونډیانو له ننګونو سره مخ دی.

د امریکا غږ په وینا، ښاغلي یعقوب پر افغانستان د پاکستان وروستيو بریدونو ته په اشارې وویل چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیفونه ګالي. هغه وویل چې پر کونړ ولایت یې یاد بریدونه د ملي مصالحو په خاطر برداشت کړي دي چې په خبره یې بل ځل کېدای شي برداشت ونلري.

«افغانستان اوس مهال له زیاتو ستونزو سره مخ دی، په هره کچه ننګونې موږ ته متوجه دي. دنیا هم را سره په مقابله کې ده او له ډېرو نژدې خلکو څخه هم له ګاونډیانو څخه هم ستونزې او تکلیف وینو چې ښکاره مثال یې څو ورځې مخکې په کونړ کې زموږ پر خاوره د دوی تجاوز و، کوم کسان چې هلته شهیدان سوله… په هر صورت دا موږ ته د برداشت وړ نه وه. موږ که دا پېښه برداشت کړې ده، د ملي مصالحو په وجه او علیاو مصالحو په وجه مو دا برداشات کړی دی.کېداسي بل وخت داسي برداشت ونلرو.»

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت حکومت لکه څنګه چې د هیواد ساتنې مسؤلیت لري همداسې د خلکو د ساتنې مسؤلیت هم لري.

روانه میاشت د افغانستان په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شول.

په خوست ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکو (وري ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۴۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د دې ترڅنګ د کونړ په ولایت کې د اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله امریکا غږ ته وویل چې په همدغه شپه د شلتن ولسوالۍ په چوګام سیمه کې د پاکستاني ملېشو په توغندیزو بریدونو شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د اسلامي امارت حکومت د پاکستان د هوايي ځواکونو دا برید غندلی او ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر کې لیکلي دي ‌چې پاکستان دې بیا «اشتباه نه تکراروي او د افغانانو حوصلې دې نه ازمايي» چې په خبره یې بدې پایلې به ولري، خو نه یې دي ویلي‌چې څه ډول بدې پایلې.

یادې غونډې ته د اسلامي امارت حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالسلام حنفي هم وویل چې د اسلامي امارت حکومت پالیسې له نړۍ او ګاونډیو هیوادونو سره پر متقابل احترام ولاړه ده.

هغه وویل چې د اسلامي امارت حکومت نه غواړي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي او له نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د افغانستان امنیت تخریب نکړي

په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ چاودنې

د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د کابل، کندز او بلخ ولایت ورستیو چاودنو ته په غبرګون کې وویل چې د یادو چاودنو عاملین به په یادو کارونو سره خپل هدف ته ونه رسیږي.

هغه زیاته کړه هیڅ څوک نشي کولای چې د افغانستان امنیت له داخل او یا له بهر څخه تخریب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په کابل، کندز او بلخ کې پر ښوونځيو او جوماتونو چاودنو کې لسګونه ملکي وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق