خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

سیګار: د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل د افغان پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی لاملونه وو

د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی مفتش (سیګار) وايي چې د افغانستان د مخکني حکومت د پوځ د ړنګېدو تر ټولو لوی علتونه د واشنګټن او اسلامی امارت ترمنځ د دوحې تړون او د ځواکونو اېستل وو.

د امریکا غږ په وینا، د دوحې تړون وروسته امریکا له افغانستان څخه خپل ځواکونه او قراردادیان واېستل چې افغان ځواکونه تر ډېره پرې تکیه وو او د سیګار د نویو موندنو له مخې همدغه کار د افغان پوځ مورال وواژه.

د سیګار دا راپور د سه شنبې په ورځ (غوايي۲۷) ناوخته خپور شو.

راپور وايي: « د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو د ړنګېدو یوازینی مهم علت په ۲۰۲۰ کې د متحدو ایالتونو او اسلامی امارت ترمنځ د سولې تړون و چې په اساس یې امریکا له افغانستان څخه ځواکونه او قراردادیان واېستل».

دا تړون د ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې کړی و چې بیا د ولسمشر جوبایډن حکومت یې په تعقیب کې د ۲۰۲۱ د اپریل په میاشت کې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو اعلان وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د سیګار د راپور له مخې لیکلي دي چې له دغه تړون وروسته، له افغان ځواکونو سره د هوايي مرستو د کموالي تر څنګ د متحدو ایالتونو پوځي مرسته په لویه اندازه کمه شوې وه.

د سیګار مشر جان ساپکو ویلي دي: «د متحدو ایالتونو او اسلامی امارت ترمنځ له تړون یو کال وروسته، د هوايي بریدونو محدودیت د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه د اسلامی امارت د لېرې ساتلو په برخه کې له مهم پرمختګ څخه پرېښودل.»

له افغانستان څخه د امریکا او ناټو د ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان مخکنی حکومت نسکور او اسلامي امارت د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په کابل کې واکمن شول، تر دې دمه د امریکا په ګډون د نړۍ کوم هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې په ځانګړي راپور کې ویل شوي دي چې په افغانستان کې القاعده او داعش فعال دي. راپور وايي چې القاعده د اسلامی امارت په فرمایش په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځکه کم رنګ ساتلي چې د اسلامی امارت حکومت د نړیوال مشروعیت په لټه دی.

په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د اسلامی امارت مشران له القاعده سره نژدې اړیکي پالي او داعش-خراسان لوی خطر دی چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

د دوحې په تړون کې ویل شوي چې طالبان به هېڅ یوې ترهګرې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو هېوادونو په ضد فعالیت وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې په ځانګړي راپور کې ویل شوي دي سره له دې چې اسلامی امارت د تړون اکثریت مادو د عملي کولو لپاره اقدامات کړي، خو په اینده کې د هغوی په اقداماتو باور کول یقیني نه دي.

د لنډ خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق