خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

ملګرو ملتونو افغانستان کې د خوارځواکۍ په ډیروالي بیا اندیښنه ښودلې

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) یو جګپوړي چارواکي ویلي چې په افغانستان کې په ماشومانو کې د خوارځواکۍ پیښې ورځ په ورځ ډیریږي.

د امریکا غږ په وینا، د افغانستان لپاره د دې ادارې استازي محمد اګ ایویا جمعه غبرګولي۱۳په ټویټر کې لیکلي چې د کابل او پروان ولایتونو په یو شمیر روغتونونو کې یې د هغو ماشومانو روغتیایي وضعیت کتلی چې په سوء تغذیې اخته و.

ښاغلي ایویا زیاته کړې چې د دې ادارې د سوء تغذیې د چارو د تنظیم کوونکي سره په ګډه یې په روغتون کې په سوء تغذیې اخته ماشومانو وضعیت څیړلی او داسې ماشومان یې هم لیدلي چې د سا ورکولو په حال کې و.

هغه وویل: ” زه په ماشومانو کې د سوء تعذیې په ډیرښت اندیښمن یم. د یونیسف د سوء تغذیې د مدیر سره په ګډه مې داسې ماشومان ولیدل چې د مړه کیدو په حال کې و او نا هیلې او بې وسه میندې او د روغتیایي چارو قرباني ورکوونکي کار کوونکي مې ولیدل”.

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت تیره اوونۍ ویلي و چې په روان میلادي کال کې لږ تر لږه ۳۶۰ ماشومان چې په حادې سوء تغذیې اخته و، مړه شویدي.

د دې وزارت ویاند جاوید هژیر د مې په غبرګولي۴ په خبري کنفرانس کې وویل چې د روان کال په لومړنیو ۶ میاشتو کې د ۴۵۶ زرو څخه ډیر داسې ماشومان روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره راوړل شوي چې په سوء تغذیې اخته و.

هغه ویلي چې په دغه شمیر کې ۳۶۲ زره یې په متوسطې خوارځواکۍ اخته وو او پاتې ۱۱۳ زره نور په سختې خوارځواکۍ اخته شوي ماشومان وو.

د اسلامي امارت د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په روان کال کې د ۵۶ زرو څخه زیات په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي چې ورسره د هغو ماشومانو شمیر چې په تیرو نهو میاشتو کې په روغتیايي مرکزونو کې یې درملنه شوې ۵۶۶ زرو تنو ته رسیږي.

خو بل پلو بیا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یوه ورځ وړاندې ویلي و چې سږ کال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۱ ملیون ماشومان د سوء تغذېې تر ټولو په شدیدې بڼې اخته دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۸ کال په پرتله د دې ماشومانو شمیر چې په شدیدې سوء تغذیې اخته دي، تقریباً دوه چنده ډیر شوی.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق