خبرهای مرتبط

جمع

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور آستراليايي عسکر نيول شوی

په آستراليا کې چارواکو ويلي دي چې يو پخوانی...

متقی: تماس‌ها و رابطۀ ما با بسیاری از کشورهای جهان جنبۀ رسمی دارد

سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی می‌گوید که تماس‌ها و...

متقی: گروه داعش در افغانستان سرکوب شده است

امیرخان متقی، سرپرست وزارت خارجۀ امارت اسلامی در گفت‌وگو...

اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان: در یک سال گذشته 10 رسانه در کشور مسدود شده است

همزمان با روز ملی خبرنگار، اتحادیۀ خبرنگاران آزاد افغانستان...

کونړ کې د ماین چشاودنې یو تن وژلی او څلور نور یې ټپیان کړي

د کونړ ولایت لپاره د اسلامي امارت امنیه قوماندان مولوي عبدالحق حقاني رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن یکشنبه (غبرګولې ۲۲) په مرکز اسعد اباد کې د لومړۍ امنیتي حوزې پر رنجر موټر شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې لومړی په چاودنه کې پنځه امنیتي ځواکونو سرتیري ټپیان شوي و چې یوه تن یې روغتون ته پر لار ساه ورکړې.

د هغه په وینا پاتې څلور کسان روغتون انتقال شوي او په خبره یې وضعیت سم ښودل شوی دی. بلخوا ویل کیږي چې په دغه چاودنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي، خو اسلامي امارت تر دامهاله د ملکیانو د ټپي کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

پر همدې مهال د افغانستان په بدخشان او کندز ولایتونو کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي دي.

د اسلامي امارت چارواکو په وینا دغه چاودنه د کندز ښار د «کهنه فروشي» سړک په ساحه کې د مېوې په یوې کراچۍ کې د ځای پر ځای شوو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند عبیدالله عبادي ویلي چې په دغه چاودنه کې چاته زیان نه دی رسېدلی.

په بدخشان کې د اسلامي امارت ځايي چارواکو هم سیمه ییزو رسنیو ته په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو پر یو رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې خبر تائید کړی دی.

د اسلامي امارت چارواکو په وینا په دغه چاودنه کې اسلامي امارت ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی او یو ماشوم پکې ټپي شوی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د کابل ښار د دوولسمې امنیتي حوزې اړوند ارزان قیمت سیمه کې په یو لیني موټر کې د چاودنې له امله څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې هم د یادو چاودنو مسولیت په غاړه اخیستی ندی. خو د داعش خراسان څانګې د ورته بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنیدو وروسته، داعش په کابل، ننګرهار او کندز ولایتونو کې د څو ځانمرګو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

تیره ورځ اسلامي امارت چارواکو وویل چې د تخار ولایت په مرکز تالقانو ښار کې یې په ځانګړو عملیاتو کې د یونس ازبکستاني‌ په نامه د داعش د یو قوماندان په ګډون اته تنه داعشي جنګیالي وژلي دي.

د اسلامي امارت یو ویاند بلال کریمي ویلي دي چې په دې عملیاتو کې د داعش د تمویل، تجهیز او روزنې مرکز په نښه شوی دی.

داعش ډلې تر دا مهاله ددغه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

آمریکا غږ

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق