د اسلامي امارتو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو سازمان لخوا د خپلو دوو مقاماتو پر سفر لنډمهاله معافیت لغو کېدو ته غبرګون ښودلی او د یادو بندیزونو د دایمي لیري کېدو غوښتنه یې کړې ده.
ملګرو ملتونو د غبرګولې ۳۰ د پوهنې وزارت سرپرست معین، سعید احمد شهید خېل او د اسلامي امارتو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي بصیر شاه چې په عبدالباقي حقاني مشهور دی، د سفر لنډمهاله معافیت لغو کړ.
د اسلامي امارتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د چهارشنبې په ورځ (چنګاښ لومړۍ) په یوې اعلامیې کې د اسلامي امارتو حکومت د کابینې پر دوو غړو بندیزونه د اندېښنې وړ بللي دي.
هغه زیاته کړې: د بهرنیو چارو وزارت پر اسلامي امارت دا ډول فشارونه بې ګټي او د ازمویل شویو ناکامو تجربو تکرار بولي چې هیڅ نتیجه به ورنکړي.
دغه وزارت همدارنګه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې نور باید تر دې وروسته یو طرفه «قضاوت» ونکړي او د افغانانو حقه حقوق ورکړي.
په ملګرو ملتونو کې دیپلوماتیکو منابعو د نوم د نه ذکر کولو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه بندیزونه په افغانستان کې پر نجونو او ښځو باندې د اسلامي امارتو له لورې د سختو محدودیتونو د وضع کېدو په غبرګون کې لګول شوي دي.
له دې سره سره ملګرو ملتونو د دې ډلې د ۱۳ نورو غړو د سفر معافیت لږ تر لږه د دوو نورو میاشتو لپاره وغځوه. ټاکل شوې وه چې دغه معافیت پرون پای ته ورسیږي.
خو د اسلامي امارتو د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو لخوا خپل ۱۳ نورو لوړپوړو چارواکو د سفر معافیت غځېدو هر کلی کړی او زیاته کړې ده چې دغه بندیزونه باید د ټول وخت لپاره لیري شي.
تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان هم د اسلامي امارت چارواکو د سفر کولو د معافیت د لیرې کولو غوښتنه کړې وه.
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن رایټس واچ) د ښځو د برخې مشرې هیدر بار د مارچ په میاشت کې وویل: حکومتونه باید د اسلامي امارتو د یو شمیر لوړ پوړو مشرانو په سفر کولو باندې د لګیدلو بندیزونو د معافیتونو ملاتړ ونه کړي. دوی باید له هغو غونډو ډډه وکړي چې د اسلامي امارتو مشرانو ته اعتبار ورکوي.
د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ښځو د برخې مشرې په مرسته کوونکو هېوادونو په ځانګړې توګه امریکا، جرمني، بریتانیا او اروپايي ټولنې غږ وکړ چې پدې هکله جدي اقدام وکړي.
د اسلامي امارتو حکومت د تېر اګست په میاشت کې په افغانستان کې د بیا واکمن کیدو راهیسې د افغان نجونو پر مخ د منځنیو او عالي ښوونځیو دروازې نه دي پرانیستې.
دا پداسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو او د ښځو د حقونو سازمانونو په ګډون نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول پر دې ډلې غږ کړی چې ښځې او نجونې له کار او زده کړو بې برخې نه کړي.