خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

د ښځو د حقونو ځینې فعالانې د اسلامي امارتو د عالمانو جرګې ته خوشبینې نه دي

د ښځو حقوقو یو شمېر مدافعانې وايي چې اسلامي امارت د دیني علماو او قومي مشرانو د لویې جرګې په راغوښتلو سره د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو د هواري په هڅه کې نه دي، بلکې د خپل مشروعیت په لټه کې دي.

د ښځو د حقوقو یوې فعالې مونسه مبارز امریکا غږ ته وویل چې اسلامي امارت د داخلي او بهرني مشروعیت په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي او په خبره یې غواړي دغه دواړې ستونزې د دغې جرګې په جوړولو حل کړي.

اغلې مبارز په دې اړه وايي، د دغه جرګې ټول ګډونوال به د یو فکر خاوندان وي په خبره یې «دغه جرکه به د افغانستان د خلکو، کلتور او ټولنیز جوړښت استازولي» ونکړي.

نوموړې زیاته کړه: “دغو جرګو د افغانستان د خلکو ستونزې نه دي حل کړي… او په هیڅ صورت د افغانستان د خلکو استازیتوب نشي کولای.”

د ښځو د حقونو بلې فعالې مرضیه هم په همدې نظر ده او وايي‌چې اسلامي امارت په دغه غونډه کې هغو کسانو ته بلنه ورکوي چې د هغوی له فکر سره جوړ وي.

نوموړې زیاته کړه چې د اسلامي امارتو طرز او تفکر ټولو ته روښانه دی او په خبره یې د دې ډول کسانو په راټولولو سره ددغې جرګې جوړېدو ته خوشبین کېدای نشي.

هغې وویل: “هغه کسان چې سخت دریځي او افراطي وي، هغه به له خپل فکري خط څخه تیر نشي او په ځانګړي ډول هغه څه چې د ښځو د حقوقو اړوند وي.”

پر همدې مهال د بشري حقونو څار سازمان د ښځو د برخې مسؤلې هیدر بار ویلي دي چې خلک ډير هیله من دي دغه جرګه به د ښځو او نجونو حقوقو د نقضولو د مخنیوي په برخه کې لږه ګټوره وي.

اغلې بار ټينګار کړی دی چې “دا په دې معنا نه ده یو تصمیم نیوونکی بنسټ چې ښځې مستثنی کوي، کولای شي مشروعیت ولري”.

امریکا غږ هڅه وکړه چې د یادې غونډې جوړېدو په اړه د افغان مېرمنو د انتقادونو په اړه د اسلامي امارتو د مرستیال ویاند بلال کریمي نظر واخلي، خو هغه زموږ د « واټساپ» پیغام ته ځواب ونه وایه.

د اسلامي امارتو حګومت ته نږدې سرچینې وايي، د اسلامي امارتو حکومت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د چنګاښ په اتمه په کابل کې د ‘دیني عالمانو یوې سترې مشورتي غونډې’ ته تیاری نیولی دی.

دا سرچینې وايي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د هرې ولسوالۍ دیني عالمان او قومي مشران برخه واخلي. تراوسه د اسلامي امارتو حکومت په رسمي ډول د دې غونډې د جوړیدو اعلان نه دی.

د تیرې مۍ میاشتې په نیمايي کې د اسلامي امارتو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل چې د شته ستونزو او سیاسي مسلو په سر د مشورو لپاره په پام کې ده چې کابل کې یوه غونډه جوړه شي.

ښاغلي مجاهد ویلي وو: “داسې یو پلان شته چې د موجوده ستونزو او ځینو سیاسي مسایلو لپاره یوه شورا جوړه شي، یو مجلس جوړ شي د افغانانو ترمنځ دا چې څه وخت به جوړیږي په یو مکانیزم باندې کار روان دی دا مکانیزم چې کله نهايي شو بیا به جزئیات خپاره کړو”.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق