خبرهای مرتبط

جمع

آمریکا خواستار فشار شورای امنیت بر حکومت سرپرست در افغانستان شد

نمایندۀ آمریکا در سازمان ملل از شورای امنیت خواست...

بازگشت میزان هزینۀ خدمات قنسولی سفارت افغانستان در تهران در پی واکنش‌ها

دو روز پس از افزایش بی‌سابقه خدمات قنسولی سفارت...

افغانستان په اسیايي سیالیو لومړی مډال وګاټه

د چين په هانګ ژو اسیایي سیالیو کې د...

خواست دولت آلمان از شهروندانش برای خروج از افغانستان

وزارت امور خارجۀ آلمان با انتشار بیانیه‌ای ضمن ابراز...

اسلامي امارت: بلخاب کې هیځ جګړه نشته او د ملکي تلفاتو خبره حقیقت نلري

د افغانستان د سرپل ولایت د بلخاب له ولسوالۍ څخه د اسلامي امارتو په لاس د ملکي خلکو د وژلو له ادعاو وروسته اسلامي امارتو ویلي چې «باغیان تښتېدلي» او هلته هېڅ جګړه نشته، خو د «اسلامي وحدت ګوند» مشر محمد محقق وايي اسلامي امارتو ولسي خلک وژلي.

د اسلامي امارتو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته وویل چې په بلخاب کې ځینې نښتې شوې وې خو په خبره یې د ځواکونو له رسېدو وروسته یې، «باغیان تښتېدلي او سیمې تصفیه شوې دي.»

د دوشنبې په (چنګاښ شپږمه) د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون ځینو سازمانونو وویل چې اسلامي امارتو په بلخاب کې د وسله وال مقاومت په ځواب کې ځینې ملکي خلک نیولي او وژلي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسئولې پترشیا ګاسمن په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « اسلامي امارت باید دا ډول ډله ییز او نور جنګي جنایتونه بند کړي او د خپلو سرتیرو سره حساب کتاب وکړي.»

خو د اسلامي امارت ویاند پرته له دې چې د کوم نړیوال سازمان نوم واخلي، دا راپور له «حقیقت څخه لېرې او بې اساسه» وباله او وویل ،«هغه ادعاوې چې هلته غیر نظامیانو زیان لیدلی، کاملآ ناسمې او له حقیقت څخه لېرې دي او په بشپړ ډول یې ردوو.»

په همدې حال کې په افغانستان کې د «وحدت اسلامي ‌ګوند» مشر محمد محقق وايي‌ چې اسلامي امارت د بلخاب په ولسوالۍ کې د شپنو او کروندګرو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ ولسي‌ خلک صحرايي محاکمه کړي او په ډزو وژلي دي.

ښاغلي محقق امریکا غږ ته وویل چې د اسنادو په اساس دا خبره کوي او د ملګرو ملتونو په څېر خپلواک حقیقت موندونکي پلاوي په دې اړه پلټنه کولای شي.

نوموړي وویل چې اسلامي امارتو هلته شاوخوا ۸۰۰۰ جنګیالي استولي او د ولسوالۍ ځینې برخې یې نیولې دي.

تردې مخکې د اسلامي امارتو د دفاع وزارت ویلي وو چې د مولوي مهدي په نامه د دغې ډلې یو مخکني هزاره قومندان هلته له اسلامي امارتو سره جګړه کړې ده. د دوی وزارت ویلي دي چې د «باغیانو» په ضد یې عملیات پیل کړي‌ او هڅه کوي چې د دغه قومندان تر ختمولو پورې عملیات روان وي.

مولوي مهدي تازه له اسلامي امارتو جلا شوی او د هغوی په ضد یې وسله اخیستې ده.

دا لومړی ځل دی چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ د اسلامي امارتو له بیا واکمن کېدو وروسته د دغې ډلې یو قومندان له دوی جلا کېږي او په ضد یې وسله اخلي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق