خبرهای مرتبط

جمع

فعال شدن سیستم دفاع موشکی ایران پس از انفجار در اصفهان

خبرگزاری فارس ایران گزارش داده که بامداد امروز (جمعه،...

«اسلام‌آباد دو پایگاه به آمریکا داده است»

یک عضو ارشد حزب «تحریک انصاف» پاکستان مدعی شد...

معین وزارت داخلۀ حکومت سرپرست: نظام اسلامی افغانستان به افراد متخصص نیاز دارد

محمد نبی عمری، معاون وزارت داخلۀ حکومت سرپرست در...

حامد کرزی حملۀ موشکی ایران بر اسرائیل را دفاع مشروع خواند

حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان به تازه‌گی دربارۀ...

په افغانستان کې د القاعده او داعش په شتون د متحده ایالاتو اندیښنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جمعه (چنګاښ۱۰) په افغانستان کې د القاعده او اسلامي دولت یا داعش د خراسان څانګې په شتون د اندیښنې تر څنګ د زلزله ځپلو خلکو سره د بشري مرستو په چارو کې د اسلامي امارت په لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس وست د جون په ۲۹ مې او ۳۰ مې د یو جګپوړي پلاوي سره یو ځای چې د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو تر څنګ د نړیوالې پرمختیا لپاره د متحده ایالاتو د مرستندویه ادارې (USAID) استازو هم پکې برخه درلوده د قطر په پایتخت دوحې کې یې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر او نورو چارواکو سره په بیلا بیلو موضوعاتو خبرې اترې وکړلې.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي، “د اسلامي امارت پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړله چې هیڅ ډلې ته به اجازه ورنکړي د افغانستان د خاورې څخه نور هیوادونه وګواښي”.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې امریکایي پلاوي د اسلامي امارت سره په لیدو کاتو کې په افغانستان کې د القاعدې، داعش د خراسان څانګې او نورو ترهګرو سازمانانو په شتون اندیښنه څرګنده کړه.

خو بل پلو بیا اسلامي امارت چې څه باندې ۱۰ میاشتې کیږي په افغانستان کې واک ته رسیدلي، په هیواد کې د دې ډلو شتون رد کړی او دا یې هم ویلي چې هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خاورې څخه په بل چا برید وکړي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې دواړو پلاوو د افغانستان د ۳.۵ ملیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو په هکله هم خبرې کړي تر څو دا پیسې خلاصې او د افغانستان ولس ته ورکړل شي خو په اعلامیې کې راغلي چې امریکایي چارواکو په افغان میرمنو د بندیزونو په پراخیدو اندیښنه څرګنده کړې.

په اعلامې کې ویل شوي چې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي تامس وست اسلامي امارت ته په واضح توګه ویلي چې د میرمنو د حقونو خوندیتوب د امریکا او اسلامي امارت د اړیکو د عادي کیدو سره ښکاره تړاو لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق