خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

د کانګریس طرحه؛ پنټاګون په افغانستان کې له هر ډول مرستې منع کېږي

ټاکل شوې ده، چې د امریکا د کانګریس د استازو جرګه د دفاع وزارت یا پنټاګون د ۲۰۲۳ کال دفاعي بودیجه تصویب کړي او ورسره جوخت پنټاګون افغانستان ته د هر ډول مرستې له ورکولو منع کړي.

په پام کې ده، چې د امریکا د استازو جرګه د دغه هېواد د ۲۰۲۳ کال ۸۳۹ میلیارد ډالري بودیجه ژر تصویب کړي او ترڅنګ یې هغه طرحه تایید کړي چې پر اساس یې د امریکا دفاع وزارت افغانستان ته د هر ډول مرستې له ورکولو منع کېږي.

خو په کانګریس کې مسلمان استازی الهان عمر د دې طرحې په اړه اندېښنه لري.

ده پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: «افغانستان د مځکې پر مخ له یوه تر ټولو وحشتناک بشري بحران سره مخامخ دی. موږ باید افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره له خپل ټول توانه کار واخلو، نه دا چې د هغې مرستې لپاره چې کولی یې شو، بې ځایه محدودیتونه ولګوو.»

د دې طرحې په باب، چې په کانګریس کې یې دواړه ګوندونه (جمهوریپال او دیموکرات) ملاتړ کوي، ویل شوي چې پنټاګون د اسلامي امارت تر واک لاندې افغانستان ته له هر ډول خوراکي، طبي او نورو مرستو منع کوي.

په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تېر جون میاشتې له سختې زلزلې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د ۵۵ میلیون ډالرو بشري مرسته اعلان کړه او ویې ویل چې دا مرسته به د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې له لوري زلزله ځپلیو ته ورسول شي.

په همدې منځ کې د کانګریس د استازو جرګې غړي الهان عمر هڅه وکړه، چې په وړاندې شوې طرحه کې بدلون راشي.

ده وړاندیز کړی و چې د ولسمشر بایډن حکومت دې په هغه صورت کې افغانستان ته د نغدو پیسو پر انتقال بندیز نه لګوي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته فوري اړتیا وي خو د ده پر وړاندیز هېڅ غور ونه شو.

دا طرحه به د امریکا د راتلونکي مالي کال له بودیجې سره، چې ۸۳۹ میلیارد ډالره ده، یوځای د استازو جرګې له لوري تصویب شي.

وروسته به سنا جرګې ته وړاندې شي او د ولسمشر جو بایډن له لوري به توشیح شي.

ډېر کم داسې شوي چې ولسمشر یې ویټو یا رد کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق