خبرهای مرتبط

جمع

هند فعالیت‌ مدارس دینی در این کشور را ممنوع...

حکومت سرپرست: توافق اسکان حکمتیار با دولت اشرف غنی بود

مقامات سابق حکومت سرپرست تصریح کردند توافق اسکان رئیس...

عامل حمله در قندهار در پاکستان آموزش دیده، به افغانستان آمده بود

یک رسانۀ نزدیک به حکومت سرپرست می‌گوید عامل حملۀ...

پوتین فردا را عزای عمومی در روسیه اعلام کرد

ولادیمیر پوتین، رئیس‌جمهور روسیه در یک سخنرانی تلویزیونی در...

اسلامي امارت په افغانستان کې د داعش وسله والو زیاتېدو په اړه راپورونه رد کړل

په افغانستان کې د داعش ـ خراسان څانګې وسله والو د شمېر زیاتېدو په اړه د روسیې د اندېښنو سره هم مهاله، د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور او فعالیت زیاتیدل رد کړل او هغه یې له واقعیت څخه لېري وبلل.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د حکومت ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په مسکو کې خبریالانو ته ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په افغانستان کې د داعش د وسله والو شمېر درې برابره زیات شوی دی.

خو ذبیح‌الله مجاهد د ضمیر کابلوف د یادو څرګندونو په ردولو سره ویلي چې د داعش د شمېر زیاتوالې په اړه تشویشونه ایجادول د «داعشي فتنه ګرو» لپاره کمپاین دی چې باید ونشي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په افغانستان کې داعش ځپل شوی دی او د محوه کېدو په حال کې دی.

هغه ویلي: «په افغانستان کې د داعشي پدیدې د زیاتیدو اټکل ناسم او له واقعیت څخه لری دی…اسلامي امارت او افغان ولس اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د داعش ځاله جوړه شي.»

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي چې پر افغانستان د اسلامي امرت حکومت د حاکمیت په لومړیو کې د داعش وسله والو شمېر ۲۰۰۰ و چې اوس یې ممکن شمېر ۶۰۰۰ تنو ته رسېدلی وي.

د روسیې ټاس خبري آژانس د راپور له مخې ضمیر کابلوف په افغانستان کې د داعش ډلې د شمېر زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او هغه یې د سیمې هیوادنو په ځانګړي ډول د چین، روسیې، ایران او پاکستان لپاره ګواښ بللی دی.

پر همدې مهال یو شمېر څېړونکي وايي چې په افغانستان کې د رامنځته شوي وضعیت له امله اوس مهال په دغه هیواد کې د داعش ترڅنګ د نورو ډلو فعالیت ته زمینه برابره شوې ده.

د بریالي نصرتي په نوم یو څېړونکي د شنبې په ورځ (زمري اتمه) امریکا غږ ته وویل چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې لوږه او فقر زیات شوی او په خبره یې د داعش ترڅنګ نورې تروریستي ډلې له رامنځته شوي وضعیت څخه په استفادې خپلو لیکو ته د کسانو له جلبولو څخه استفاده کوي.

هغه وویل: «نن ورځ په ټول افغانستان کې داسې وضعیت رامنځته شوی چې د سیمې او شاوخوا هیوادونه، ډلې او هر څوک کولای شي له رامنځته شوي فرصت څخه استفاده وکړي چې هغه پر افغانستان ډېر بد تاثیر کوي.»

دا څرګندونې پر داسې مهال کیږي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تیره اونۍ د تاشکند نړیوال کنفرانس ته په خپلې دوهمې وینا کې وویل چې د افغانستان د تیر حکومت د سقوط پر مهال د پلچرخي او بګرام له زندانونو څخه ۱۸۰۰ داعش بندیان خوشي شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته داعش ډلې په مرکز کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د یو شمېر مرګونو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

له دې سره هم مهاله د اسلامي امارت حکومت په لغمان ولایت کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال د «فیروز» په نوم د داعش ډلې د یو مهم قوماندان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ذبیح‌الله مجاهد ویلي یاد کس چې د ده په وینا په لغمان ولایت کې د داعش له بنسټګرو څخه و چې له دوو نورو کسانو سره د دغه ولایت د الینګار ولسوالۍ په «ګنده ګل» سیمه کې د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق