د پاکستان امنيتي ځواکونو د افغانستان پولې ته څېرمه د وسله والو پر يوه پټنځای چاپه وهلې. په دې ترځ کې پاکستاني عسکر او څلور وسله وال وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکي دفتر «آیاسپيار» په حواله امنيتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر اساس په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پر يوه پټنځای چاپه وهلې ده.
زياته شوې ده چې د شمالي وزيرستان په بویا سيمه کې تر عملياتو وروسته نښته هم رامنځته شوې ده چې د پاکستان د پوځ څلور عسکر یې په ترڅ کې وژل شوي دي. په اعلامیه کې د څلورو ترهګرو د وژل کیدو خبره هم شوې ده.
د پاکستاني رسنیو په حواله همدا راز په میرعلي سيمه کې د جلا عملياتو په ترڅ کې د يوه پاکستان عسکر د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.
شمالي وزيرستان او نورې پخوانۍ قبايلي سيمې د پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو اصلي ټاټوبی بلل کيدلې خو د پاکستان پوځ هلته د پوځي عملياتو د ترسره کولو وروسته اوس ادعا کوي چې دغه سيمې له ياغيانو پاکې کړي دي.
خو وسله وال وخت نا وخته بريدونه ترسره کوي چې دا کار د پاکستان په يو شمیر سيمو کې د پاکستاني طالبانو د بيرته انسجام په اړه اندېښنې راپارولي دي.
دا په داسې حال کې ده، پاکستان چارواکي وایي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د بيا واکمنېدو راهيسې پاکستاني طالبانو هم خپل فعاليتونه ډېر کړي دي.